rtl
1404-09-20
د شفافیت او لیاقت سالارۍ
رامنځ ته کولو او هیوادوالو ته د کارونو سپارلو په موخه، د آزموینې کمیټې په مستقیم
نظارت او د امارتي شرکتونو لوی ریاست استازي په حضور کې د دوه اداری بستونو لپاره
چي (داوبو منابعو کنترول عمومي مدیریت او د پیرودونکو د غوښتنو ثبت عمومي مدیریت)
آزاد رقابت آزموینې پروسه ترسه شوه.
په دې سیالۍ کې اتلس تنو
وړ کسانو برخه اخیستې وه چې له تحریري او شفاهي ازموینو وروسته به هغه کاندیدان چې
ټاکل شوي معیارونه پوره کړي، انتخاب او په دندو وګمارل شي.