rtl
1404-09-22
د ښاري اوبو رسولو او
فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، ښاغلي مولوي غلام الرحمن کظیم، د عملیاتي چارو
رئیس انجنیر نصیر احمد احمدي او تخنیکي چارو رئیس انجنیر ندی الله نیازی په ملتیا،
خوست ولایت ته سفر وکړ. د دې سفر موخه د اوبو د تولید او وېش مرکزونو څارنه او د
ولایتي چارواکو او کارمندانو سره کتنه وه.
د سفر په پیل کې، اجرائیوي
رئیس او ورسره مل پلاوي د خوست له محترم والي مولوي عبدالله مختار سره ملاقات وکړ.
په دې لیدنه کې د اوبو رسولو د آمریت د روانو فعالیتونو، وروستیو لاسته راوړنو او
په دغه ولایت کې د شرکت د راتلونکو انکشافي پلانونو په اړه تفصیلي خبرې وشوې، چې د
والي صاحب له لوري په بشپړ ډول تائید او وستایل شوې.
له والي صاحب سره تر کتنې
وروسته، ښاغلي اجرائیوي رئیس د خوست ښار د اوبو رسولو آمریت له کارمندانو سره غونډه
ترسره کړه. د کارمندانو د نظرونو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته، نوموړي د خپلو
خبرو په ترڅ کې وویل: "د خلکو لپاره د اغېزمنو او دوامداره خدماتو وړاندې کول
زموږ اساسي دنده ده؛ بناءً د ښاریانو د څښاک اوبو د برابرولو په موخه باید په پوره
اخلاص او تعهد سره شپه او ورځ هڅې وشي."
د سفر په وروستۍ برخه کې،
اجرائیوي رئیس د اداري کمپلکس او ټول ولایت لپاره د فاضلابو د غیر متمرکزې تصفیې
خونې لپاره ځانګړي شوي ځایونه له نږدې وکتل او اړوندو مسؤلینو ته يې د چارو د
پرمختګ په اړه اړینې لارښونې وکړې.