rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | د شرکت رهبري پلاوي له لورې د ګردېز ښار د اوبو...



د شرکت رهبري پلاوي له لورې د ګردېز ښار د اوبو رسولو آمریت څارنه

1404-09-21


د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس ښاغلي مولوي غلام‌الرحمن کظیم، د عملیاتي چارو رئیس ښاغلي انجنیر نصیر احمد احمدي، د تخنیکي چارو رئیس ښاغلي انجنیر ندي‌الله نیازي او د فاضلابو د چارو رئیس ښاغلي انجنیر فایق‌الله جمال په ملتیا د خوست ولایت د اوبو رسولو آمریت له څارنې وروسته ګردېز ښار ته ولاړل او له یاد آمریت څخه یې لیدنه وکړه.

د لیدنې په پیل کې، د ګردېز ښار د اوبو رسولو آمریت آمر، ښاغلي مولوي فضل حامد مستقیم، د دې آمریت د فعالیتونو او لاسته راوړنو لنډ راپور د شرکت د رهبري پلاوي سره شریک کړ. نوموړي همدارنګه د اوبو رسولو د خدماتو د لا ښه والي او د فاضلابو د چارو د سم مدیریت په اړه څو مهم وړاندیزونه وړاندې کړل چې د شرکت د رهبري پلاوي له‌ لورې تائید او وستایل شول.

وروسته اجرائیوي رئیس د اوبو رسولو د چوپړتیاوو د کیفیت د لوړولو، د ګردېز ښار د څښاک اوبو د اړتیاوو د تأمین، د اوبو د ضایعاتو د کمولو، د تولید د زیاتوالي او د عوایدو او طلباتو د منظم راټولولو په اړه اړینې لارښوونې صادرې کړې. نوموړي زیاته کړه چې د اوبو رسولو د شبکو د بنسټونو د پیاوړتیا لپاره پراخ اقدامات په پلان کې دي او ان‌ شاء الله په نږدې راتلونکي کې به په ځانګړي ډول په عملیاتي برخه کې د شبکو د پراختیا عملي چارې پيل شي.

په پای کې، د شرکت د رهبري پلاوي د ګردېز د اوبو رسولو آمریت د تولید، توزیع مرکزونو، تأسیساتو او شبکو کتنه وکړه او د دغو تاسیساتو د ساتنې او اغېزناکه کارونې پر ارزښت یې ټینګار وکړ.