rtl
1404-09-22
د ښاري اوبو رسولو او
فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، ښاغلي مولوي غلامالرحمن کظیم، په یوې غونډې کې
چې د سره صلیب نړیوالې کمیټې (ICRC) د اوبو چارو د
نمایندهګۍ سره ترسره شوه، د ۲۰۲۶ میلادي کال په ترڅ کې د مرستندویه بنسټونو په
همکارۍ د څښاک اوبو د تأمین په اړه ټینګار وکړ. نوموړي وویل: «د هېواد د ښاریانو
لپاره د څښاک پاکو اوبو تأمین یوه حیاتي اړتیا ده او ټول مرستندویه بنسټونه باید
په خپلو راتلونکو کلنیو پلانونو کې په جدي ډول د څښاک اوبو ته لومړیتوب ورکړي.»
اجرائیوي رئیس زیاته کړه:
« د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت ادارې د هېوادوالو د پاکو اوبو د تأمین
لپاره لنډمهاله او منځمهاله پلانونه او پروګرامونه لري، خو په ځینو مواردو، لکه د
کابل ښار د اوبو د کمښت، ستونزې موجودې دي چې د لا زیاتو همکاريو اړتیا لري.»
د سره صلیب نړیوالې کمیټې
د اوبو او استوګنې چارو همغږۍ کوونکې، آغلې ویرونیک ویبر، د اوبو رسولو شرکت سره د
دې بنسټ د همکاريو د دوام ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: «د سره صلیب کمیټه هڅه کوي
چې د اوبو رسولو شرکت سره د تفاهم لیک ټولې برنامې په سمه توګه پلی کړي او هیله
لري چې په ۲۰۲۶ کال کې د اوبو رسولو په نویو پروژو کې هم برخه واخلي.»
په پای کې موافقه وشوه چې
د ۲۰۲۶ کال د همکاريو د پروګرامونو ترڅنګ، د اوبو د تولید د زیاتوالي او د رسولو
شبکو د پراختیا لپاره نوې چوکاټونه هم په پام کې ونیول شي.