rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | د اوبو رسولو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس د ملي...



د اوبو رسولو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس د ملي پراختیا امارتي شرکت اجرائیوي رئیس سره وکتل

1404-09-25


د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس ښاغلي مولوي غلام‌الرحمن کظیم د ملي پراختیا امارتي شرکت له اجرائیوي رئیس ښاغلي عبدالرحمن عطاش سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه ترسره کړه.

یاده لیدنه د دواړو امارتي شرکتونو ترمنځ د تخنیکي همکاریو د پیاوړتیا، د ګډو پراختیايي فعالیتونو د همغږۍ او د عامه خدماتو د پراختیا په موخه ترسره شوه. په دې ناسته کې د ملي پراختیا امارتي شرکت له لوري په جوړېدونکو تجارتي مرکزونو او استوګنیزو ښارګوټو کې د اوبو رسولو د معیاري شبکو او د فاضلابو د سیستمونو د رامنځته کولو پر څرنګوالي هر اړخیز بحث وشو.

دواړو لورو د تخنیکي همکاریو پر دوام ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه، چې د امارتي بنسټونو ترمنځ منسجمه همکاري کولی شي د بنسټیزو پروژو د ښه تطبیق او د هېوادوالو د اساسي اړتیاوو د پوره کولو لامل شي.

همدارنګه پرېکړه وشوه، چې د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت او د ملي پراختیا امارتي شرکت ترمنځ د همکاریو د تنظیم او پراختیا په موخه پر یو ګډ تفاهم‌لیک کار وشي، تر څو راتلونکې ګډې پروژې د روښانه چوکاټ او منظم پلان له مخې پلی شي.

په پای کې دواړو ادارو د دوامدارو اړیکو، ګډو ناستو او عملي همکاریو پر پراخولو ټینګار وکړ او دا ډول لیدنې یې د پراختیايي موخو د ترلاسه کولو لپاره ګټورې وبللې.