rtl
1404-10-07
د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت
اجرائیوي رئیس، ښاغلي مولوي غلامالرحمن کظیم، د ترکیې د «کوتای اینست» شرکت رئیس،
ښاغلي محمود کوحلوای، سره وکتل او د کابل ښار د اوبو رسولو په پروژو یې خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې، د «کیتای» شرکت رئیس د خپل
شرکت لاسته راوړنو او تجربو په اړه پرزینتیشن وړاندې کړ، چې په ځانګړې توګه د اوبو
د تصفیهخونو جوړولو او د د توزیعي او انتقالي شبکو پراختیا یې رانغاړلې وه. ښاغلي
کوحلوای کابل ښار ته د سطحي اوبو لیږد پروژې په شمول د کابل د اوبو رسولو په پروژو
کې د ګډون لیوالتیا څرګنده کړه.
ښاغلي مولوي غلامالرحمن کظیم د یاد شرکت د لیوالتیا
هرکلی وکړ او وویل:د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت دروازې د ټولو ملي او
نړیوالو شرکتونو لپاره پرانستې دي تر څو د ښاریانو لپاره غوره چوپړتیاوې وړاندې کړو.
موږ د ملي او نړیوال خصوصي سکتور سره د هر ډول همکارۍ لپاره چمتو یو.
په پای کې پرېکړه وشوه چې د اوبو رسولو څو
پروژو تخنیکي اسناد د یاد شرکت سره شریک شي او د پروژو د پلی کولو پر څرنګوالي
مفصلې خبرې او د نظرونو تبادله ترسره شي.