rtl
1404-10-09
د ښاري اوبو رسولو او
فاضلابو امارتی شرکت اجرائیوي رئیس ښاغلی مولوي غلام الرحمن کظیم، په خپل پيلیزه وینا کې د شرکت اجرائیوي کمیټې
په غونډه کې وویل: د شرکت د پلانونو او برنامو سره سم، د ۱۴۰۵ کال په اوږدو کې، د
مسؤلیت منونکي او ځواب ویونکي مدیریت په پام کې نیولو سره، د اوبو رسولو پروژو پلي
کول او د نویو اوبیزو سرچینو کارول به د هیواد د ښاریانو لپاره د اوبو رسولو خدمات
د ۱۴۰۴ کال په پرتله ښه کړي.
د ښاري اوبو رسولو او
فاضلابو امارتی شرکت اجرائیوي کمیټې غونډه د شرکت د اجرائیوي مقام په مشرۍ د کمیټې
غړو، مرکزي رئیسانو او آمرینو په شتون د شرکت په مقر کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې قاري شکیل
احمد خیرخواه «ذاهب»، د شرکت د دفتر آمر، د تیرې غونډې د پرېکړو په اړه لنډ راپور
وړاندې کړ. ورپسې د اجنډا له مخې په لاندې موضوعاتو بحث او نظرونه تبادله شول: د
۱۴۰۵ مالي کال د پلان ترتیب، د عوایدو او طلباتو راټولول، ترانسپورت، د ۱۴۰۵ کال د
تدارکاتي پلان لپاره د پروژو تخنیکي مشخصات، د تأسیساتو د جوړولو لپاره ځمکو
استملاک، د کورنیو او بهرنیو پانګوالو جذب، او نورې اداري چارې.
په پای کې، د کمېټې د غړو
لخوا هر اړخیزې پریکړې ترسره او د شرکت د
مشرتابه له لورې اړینې لارښوونې وړاندې شوې.