rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | د اوبو رسولو شبکو ډیجیټل کول...



د اوبو رسولو شبکو ډیجیټل کول

1404-10-16


د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، ښاغلي مولوي غلام‌الرحمن کظیم، د ترکیې د «سونا» شرکت له استازي سره په لیدنه کې د اوبو رسولو شبکو د ډیجیټل کولو په اړه خبرې وکړې.

په دې کتنه کې، د سونا شرکت استازي د شبکو ډیجیټل کولو په برخه کې د خپل شرکت تجربې شریکې کړې او زیاته یې کړه، چې یاد شرکت د مسلکي کارکوونکو په درلودلو سره چمتو دی ترڅو د اوبو رسولو ټولې شبکې له نړیوالو معیارونو سره سم ډیجیټل کړي.

همدارنګه د شرکت اجرائیوي رئیس ښاغلي کظیم د اوبو رسولو شبکو او د خدمتونو وړاندې کولو په اړه لنډ معلومات وړاندې کړل او د شبکو د ډیجیټل کولو د وړاندیز هرکلی یې وکړ.

په پای کې، له هر اړخیزو بحثونو وروسته پرېکړه وشوه، چې په راتلونکو ناستو کې به د دواړو خواوو ترمنځ د همکاریو په بېلابېلو برخو، په ځانګړې توګه د شبکو د ډیجیټل کولو په اړه پریکړې وشي.