rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | د شرکت د داخلي پلټنې ټیم لخوا د پلخمري د اوبو...



د شرکت د داخلي پلټنې ټیم لخوا د پلخمري د اوبو رسولو آمریت ارزونه

1404-10-22


د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتی شرکت د داخلي پلټنې ټیم، چې مشري یې د داخلي پلټنې آمر ښاغلي عبدالهادي عمري کوله، د پلخمري د اوبو رسولو له آمریت څخه لیدنه او ارزونه ترسره کړه.

دغه ټیم د اداري چارو د روڼتیا د رامنځته کولو، د اوبو رسولو او فاضلابو د خدمتونو د اغېزمنتیا د ارزونې، د شبکو د وضعیت د کتنې او د شته ستونزو د معلومولو په موخه یاد آمریت ته سفر کړی و.

د داخلي پلټنې ټیم غړو د آمریت له بېلابېلو څانګو لیدنه وکړه، مهم موارد یې وڅېړل او خپلې لومړنۍ موندنې یې ثبت کړې، تر څو د اوبو رسولو د خدمتونو د بهیر او ممکنه ستونزو په اړه روښانه انځور وړاندې کړي.

د یادونې وړ ده چې د دې ارزونې پایلې به د لیدنې تر بشپړېدو وروسته په یو مفصل راپور کې ترتیب او د شرکت له رهبرۍ سره شریکې شي. له هر اړخیزې څېړنې وروسته به د ستونزو د حل، د چارو د سمون او د اړتیاوو د پوره کولو په موخه اړینې پرېکړې ترسره شي.