rtl
1404-10-22
د ښاري اوبو رسولو او
فاضلابو امارتي شرکت له لوري، په مرکز کې د فاضلابو سیسټم د ډیزاین متخصص او په نیمروز
ولایت کې د فاضلابو سیسټم د ډیزاین انجنیر بستونو لپاره رقابتي ازموینه ترسره شوه.
دا ازموینه د اداري چارو
رئیس ښاغلي شیخ سمیع الله نورستاني، د عملیاتي چارو رئیس ښاغلي انجنیر نصیر احمد
احمدي، د فاضلابو چارو د تنظیم رئیس ښاغلي انجنیر فایق الله جمال او د ازموینو ټاکل
شوې کمېټې د غړو تر څارنې لاندې د امارتي شرکتونو د لوی ریاست استازي ښاغلي اکمل
منګل په حضور کې واخیستل شوه.
په دې ازموینه کې د یادو
بستونو لپاره تر ۱۰ تنو زیاتو وړ کاندیدانو ګډون کړی و، چې له تحریري دورې وروسته
به لوړې نومرې لرونکي کسان تقریري پړاو ته لار پیدا کړي.
په پای کې به د یادې کمېټې
له خوا د ټاکل شویو معیارونو پر بنسټ، تر ټولو وړ او مسلکي کسان په نښه او په اړوندو
بستونو کې به په دنده وګمارل شي.