rtl
1404-10-24
د چاپېریال ساتنې، د ځمکنیو
اوبو د ککړتیا مخنیوي، د اوبو د سرچینو اغېزمن مدیریت او د ښاریانو د عامې روغتیا
د خوندیتوب په موخه؛ د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د کندهار ښار په
شاوخوا کې د FSTP ټانکرونو لپاره د فاضلابو څلور تصفیهخونې جوړوي.
د ښاري اوبو رسولو او
فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، ښاغلي مولوي غلامالرحمن کظیم او د یاد شرکت د
فاضلابو چارو د تنظیم رئیس، ښاغلي انجنیر فایقالله جمال کندهار ولایت ته د خپل
رسمي سفر پر مهال، د کندهار زون د اوبو رسولو رئیس ښاغلي ملا پادشاه یوسف په ملتیا
د ښار له هغو څلورو سیمو لیدنه وکړه چې د فاضلابو تصفیېخونې ورباندې جوړېږي.
د شرکت اجرائیوي رئیس د یادو
سیمو د کتنې پر مهال، د هېواد په ټولو ښارونو کې د فاضلابو تصفیهخونې یوه جدي اړتیا
وبلله او د اسلامي امارت له مسوولینو څخه یې د یادو تاسیساتو د جوړولو لپاره د ځمکې
برابرولو له امله مننه وکړه.
ښاغلي مولوي غلامالرحمن
کظیم زیاته کړه: «دغه تصفیهخونې د چاپېریال ساتنې او د پاکو اوبو د سرچینو د ککړتیا
مخنیوي لپاره د ښار له مرکزي سیمو بهر، د ارغستان، ارغنداب او پنجوایي ولسوالیو په
شاوخوا کې جوړېږي.»
د یادونې وړ ده چې د شرکت
اجرائیوي رئیس د نوموړو سیمو له لیدنې وروسته، د کندهار زون د اوبو رسولو ریاست له
تولیدي او توزیعي تاسیساتو او شبکو څخه هم لیدنه وکړه. نوموړي د کندهار زون د اوبو
رسولو د رئیس ښاغلي ملا پادشاه یوسف د کاري راپور له اورېدو وروسته، د ستونزو د
هواري او کاري بهیر د چټکتیا په موخه لازمې لارښوونې وکړې.