rtl
1404-10-25
د ښاري اوبو رسولو او
فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس ښاغلي
مولوي غلام الرحمن کظیم، د فاضلابو د
چارو د تنظیم رئیس ښاغلي انجینیر فایقالله جمال او د کندهار زون د اوبو رسولو رئیس
ملا پادشاه یوسف په ملتیا د البدر قول اردو د معدني اوبو د تولید له تصفیه خانې څخه
لیدنه وکړه؛ دغه تصفیه خونه د تخنیکي ستونزو له امله غيري فعاله پاتې شوې وه.
په دې لیدنه کې د شرکت
اجرائیوي رئیس د زیانمنو شویو برخو، تخنیکي ستونزو او د دې مرکز د بیا فعالولو
لپاره د تخنیکي او لوژستیکي اړتیاوو تر ارزونې وروسته څرګنده کړه چې د ښاري اوبو
رسولو امارتي شرکت به د دې تصفیه خانې د بیا فعالولو په موخه له خپلو ټولو شته
امکاناتو څخه کار واخلي او ستونزې به یې د اړوندو ادارو سره په همغږۍ په بېړني ډول
هوارې شي.
وروسته د شرکت اجرائیوي
رئیس او ورسره مل پلاوي د کندهار ولایت د مشرتابه مقام سره ولیدل او د اوبو رسولو
د خدمتونو د کمیت او کیفیت او د فاضلابو د چارو د مدیریت په اړه یې له والي، الحاج
ملا شیرین اخند، سره خبرې وکړې.
د کندهار ولایت والي
الحاج ملا شیرین اخند د دې ولایت په کچه د ښاري اوبو رسولو امارتي شرکت فعالیتونه
د پام وړ وبلل او د لا زیاتې همکارۍ په ژمنې سره یې د اوبو رسولو د شبکو پر پراختیا
او د فاضلابو د چارو پر منظم مدیریت ټینګار وکړ.
د ښاري اوبو رسولو امارتي
شرکت اجرائیوي رئیس د کندهار زون رسمي سفر
په لړ کې، د شرکت مشرتابه او ملګرو یې د زابل ولایت د ترمیم شوې ودانۍ او د اوبو
رسولو د پروژو د تطبیق له بهیر څخه هم لیدنه وکړه او د قراردادي شرکتونو مسؤلینو
ته یې لازمې لارښوونې وکړې.
همدارنګه، د شرکت اجرائیوي
رئیس د زابل ولایت کې د اوبو رسولو د خدمتونو د پراختیا او د فاضلابو د چارو د تنظیم
په موخه د دغه ولایت والي مرستیال سره هم وکتل او د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه یې وکړه،
چې د زابل ولایت د والي مرستیال له لوري د دې ولایت اوسېدونکو ته د څښاک صحي اوبو
د برابرولو په موخه د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وشوه.