rtl
1404-11-01
د ښاري اوبو رسولو او
فاضلابو امارتي شرکت د داخلي پلټنې ټیم، د خپلو دوامدارو فعالیتونو په لړ کې، د
تخار ولایت د تالقان ښار د اوبو رسولو آمریت هر اړخیزه ارزونه ترسره کړه.
یاده ارزونه د داخلي پلټنې
د آمر ښاغلي عبدالهادي عمري په مدیریت، د شفافیت د ټینګښت، د احتمالي ستونزو د مخنیوي
او د اوبو رسولو او فاضلابو د چارو د موثریت او کیفیت د لوړولو په موخه ترسره شوه،
چې په ترڅ کې یې د یاد آمریت تخنیکي، عملیاتي، تجارتي، تدارکاتي او نور اداري فعالیتونه
تر دقیقې څېړنې لاندې ونیول شول.
د ارزونې په پای کې به، د
شرکت د داخلي پلټنې ټیم خپلې موندنې او وړاندیزونه په یوه مفصل راپور کې راټول او
د ستونزو او خنډونو د لهمنځه وړلو په موخه به یې د شرکت له رهبرۍ مقام سره شریک کړي.