rtl
1404-11-01
د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي
شرکت اجرائیوي رئیس ښاغلي مولوي غلامالرحمن کظیم د شرکت د تخنیکي رئیس انجنیر ندیالله
نیازي او د عملیاتي چارو د رئیس انجنیر نصیر احمد احمدي په ملتیا، د کابل ښار د
دشتي برچي سیمې د اوبو رسولو له یوې مهمې او نیمهکاره پروژې څخه لیدنه ترسره کړه.
یاده پروژه چې د ۶.۵ شپږ نیم میلیون ډالرو په لګښت د ملګرو ملتونو د پروژوي
خدمتونو دفتر
(UNOPS) له لوري د
کوریا هېواد په مالي ملاتړ پلې کېږي، د ښاري زیربناوو له مهمو عامهالمنفعه پروژو
څخه ګڼل کېږي. په دې پروژه کې د ۲۴ کیلومتره د اوبو رسولو شبکه، درې
حلقې څاګانې او دوه بابه د ۳۰۰ متر مکعبه ظرفیت لرونکي د اوبو
ارتفاعي ذخیرې شاملې دي. د پروژې له بشپړېدو سره به د یادې سیمې شاوخوا ۲۵۰۰ کورنۍ د څښاک پاکو او صحي اوبو له دوامدارې اسانتیا
برخمنې شي.
د مسؤلینو د معلوماتو له مخې، د دې
پروژې شاوخوا ۸۰ سلنه چارې بشپړې شوې وې، خو د تېر
ادارې له ړنګېدو وروسته یې عملي بهیر درېدلی و. اوس، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو
امارتي شرکت د رهبرۍ د پرلهپسې هڅو په پایله کې، مالي مرسته کوونکي بېرته چمتو
شوي، څو د یادې پروژې پاتې چارې هم بشپړې کړي.
د یادې لیدنې پر مهال، د شرکت
اجرائیوي رئیس ښاغلي مولوي غلامالرحمن کظیم په خپلو خبرو کې وویل:
«د خلکو لپاره
د څښاک پاکو او صحي اوبو چمتو کول د اسلامي امارت له اساسي لومړیتوبونو څخه دي.
موږ ژمن یو چې نوي پروژې پيل او نیمهکاره پروژې بېرته فعاله او تر بشپړېدو یې په
پوره جدیت سره تعقیب کړو، څو ولس له بنسټیزو خدمتونو برخمن شي.»
د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي
شرکت ډاډ ورکوي، چې د یادې پروژې پاتې چارې به په نږدې راتلونکي کې پیل او د کابل
ښار د یادې سیمې اوسېدونکو د اوږدې مودې د اوبو ستونزې ته به د پای ټکی کېښودل شي.