rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | د اوبو رسولو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس د فیک...



د اوبو رسولو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس د فیکا شرکت له لوی رئیس سره وکتل

1404/11/22


د اوبو رسولو پروژو د پلي کېدو او هېوادوالو ته د خدماتو د پراختیا په موخه، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، ښاغلي مولوي غلام الرحمن کظیم،  د ترکیې د فیکا شرکت له لوی رئیس سره وکتل.

په دې لیدنه کې چې د اوبو رسولو امارتي شرکت مرکزي رئیسانو هم حضور درلود، اجرائیوي رئیس هېوادوالو ته د پاکو او صحي اوبو رسول د شرکت له اساسي موخو څخه وباله او څرګنده یې کړه چې شرکت هڅه کوي په کم لګښت او غوره کیفیت سره، په لنډ وخت کې هېوادوالو ته پاکې او صحي اوبه برابرې کړي.

همدارنګه اجرائیوي رئیس زیاته کړه: موږ هر هغه شرکت ته چې د هېوادوالو لپاره څښاک صحي اوبو د برابرولو په برخه کې لېوالتیا ولري، هرکلی وایو، په ځانګړي ډول هغو شرکتونو ته چې پخوا یې له شرکت سره همکاري کړې او له زیاتو تجربو برخمن دي؛ او په دې برخه کې به له هېڅ ډول همکارۍ ډډه ونه کړو.

په دوام کې د فیکا شرکت لوی رئیس، ښاغلي تکین آردن، د MTP1 پروژې (د کابل ښار منځ‌مهاله پروژه) د پلي کېدو څرنګوالي په اړه خبرې وکړې او ویې ویل فیکا شرکت د کابل ښار د منځ‌مهالې پروژې د دوهمې برخې ۷۵ سلنه چارې بشپړې کړې وې او اوس، له رامنځته شوې وقفې وروسته، چمتو دی چې پاتې برخه هم د اوبو رسولو امارتي شرکت په همکارۍ بشپړه کړي.

د یادونې وړ ده چې د MTP1 پروژه درې برخې لري لومړۍ برخه یې د انتقال پایپ لاین، دوهمه برخه یې د وزیر محمد اکبر خان د سر تپې په سیمه کې د پنځه زره مترمکعبه ذخیرې جوړول، او درېیمه برخه یې د توزیعي پایپونو شبکه ده. د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت هڅه کوي چې دغه پروژه ژر تر ژره بشپړه کړي.