rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | د کابل ښار لپاره د دوه زره متر مکعبه ظرفیت لر...



د کابل ښار لپاره د دوه زره متر مکعبه ظرفیت لرونکې فاضلابو تصفیه خونه

1404/12/05


د چاپېریال ساتنې، د فاضلابو چارو د مدیریت، د ځمکې لاندې اوبو د ککړتیا مخنیوي او د فاضلابو د بیا پروسس په موخه؛ د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د اجرایوي ریاست اړوند د فاضلابو د چارو د تنظیم ریاست، د کابل ښار لپاره د ټانکرونو د فاضلابو تصفیه خانه (FSTP) چې په ورځ کې د (۲۰۰۰) متره مکعبه فاضلابو د تصفیې وړتیا لري او په (لس زره متره مربع) ځمکه کې جوړېږي، سروې او ډیزاین کړې ده.

د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د فاضلابو د چارو د تنظیم رئیس، ښاغلي انجنیر فایق‌ الله جمال په هغه ځانګړې غونډه کې چې د یادې تصفیه خانې د معرفي کولو په موخه د شرکت په اجرائیوي ریاست کې جوړه شوې وه، د یو پرزنټیشن له لارې د دې مرکز ټول اړخونه تشریح کړل او زیاته یې کړه: "دا تصفیه خانه په نړیوالو معیارونو سمبال ده، چې د فاضلابو د تصفیې د لوړ ظرفیت ترڅنګ، د بیا تولید شویو موادو کیفیت ته هم پکې ځانګړې پاملرنه شوې ده."

نوموړي زیاته کړه چې د عضوي سرو له تولید او په کرنه او نورو اقتصادي برخو کې د هغو له کارولو سربېره، د دې مرکز تصفیه شوې اوبه چې ۹۰ سلنه پاکې او له هر ډول بد بوی څخه خلاصې دي، چې د ښار د شنو ساحو د خړوبولو لپاره به وکارول شي.

په پای کې د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس ښاغلي مولوي غلام الرحمن کظیم، د هغو انجنیرانو له هڅو مننه او ستاینه وکړه چې د دې تصفیه خانې په سروې او ډیزاین کې یې برخه اخیستې وه. هغه زیاته کړه: "د کابل ښار په تاریخ کې تر اوسه کوم حکومت د فاضلابو د مدیریت لپاره بنسټیز ګام نه و اخیستی؛ خو موږ هوډ لرو چې د داسې تصفیه خانو په جوړولو سره، د فاضلابو له اړخه د کابل ښاریانو ستونزې حل کړو."