rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | ...



د شرکت اجرائیوي رئیس: د هرې ادارې اصلي پانګه، د هغې بشري ځواک دی او د کارمندانو د ظرفیت لوړول، د نوښت زمینه برابروي.

1405/01/16


د  اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس ښاغلي مولوي غلام الرحمن کظیم د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) له استازو سره په لیدنه کې وویل؛ د اوبو رسولو امارتي شرکت د کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو د پراختیا او هېوادوالو ته د غوره خدماتو وړاندې کولو په موخه، په روان کال کې هدفمند روزنیز پروګرامونه په پلان کې لري چې دا به د دوامدارې ودې او کاري ظرفیت د لوړېدو لامل شي.

د اوبو رسولو رئيس زیاته کړه: د سره صلیب کمېټې په ۱۴۰۴ کال کې له دغه شرکت سره ډېرې همکارۍ کړي او هیله من دی چې په راتلونکي کال کې هم د هغوی له همکاریو برخمن شي.

ورپسې د سره صلیب نړیوالې کمېټې باصلاحیته استازې مېرمن ویرونیک ویبر د اوبو رسولو شرکت د مسوولینو له همکاریو مننه وکړه او د دې کمېټې د همکاریو په دوام یې د ژمنې ترڅنګ وویل: «موږ د مخکې له مخکې ټاکل شوي جدول سره سم او د اوبو رسولو شرکت د مسوولینو په همغږۍ خپل پروګرامونه پر مخ وړو.»نوموړې زیاته کړه: د دواړو لورو ترمنځ د شوې هوکړې له مخې، د اوبو رسولو د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې پروګرامونه په کاري لومړیتوبونو کې دي او مقدماتي چارې به یې ډېر ژر پیل شي.

دا ناسته چې د اوبو رسولو امارتي شرکت د مرکزي رئيسانو په شتون کې د دغه ریاست په مقر کې جوړه شوې وه، له هر اړخیزو بحثونو وروسته د همکاریو د پروګرامونو پر څرنګوالي او د وخت پر ټاکلو لازمې پریکړې وشوې.