rtl
1405/01/24
د ښاري اوبو رسولو او
فاضلابو امارتي شرکت اجرائيوي رئيس ښاغلي مولوي غلامالرحمن کظیم د شرکت له لېږدېدونکو
او نالېږدېدونکو شتمنیو څخه د لیدنې پر مهال وویل: «د شرکت د اجرائيوي ریاست د
محوطې یوه لویه برخه د ښاري پراختیایي سړک په نقشه کې شامله شوې؛ نو پاتې ساحه باید
په نږدې وخت کې احاطه او د شرکت له لېږدېدونکو شتمنیو څخه هم په ټاکلي وخت کې ګټه
واخیستل شي».
د شرکت اجرائيوي رئيس د
مرکزي رئيسانو، آمرینو، حقوقي سلاکار، د کابل زون اوبو رسولو د رئيس په ملتیا، د
کابل ښار د اتمې ناحیې اړوند د کارته نو سر تپه کې د پراختیا موندلي سړک هغه ساحه
وکتله، چې د اجرائيوي ریاست او کابل زون اوبو رسولو ریاست په محوطه کې شامله وه.
همدارنګه نوموړي د کابل
زون د اوبو رسولو ریاست له ډيپوګانو څخه هم لیدنه ترسره کړه، د اوبو رسولو د شبکو
د توکو او تجهیزاتو پر ساتنې د ټینګار ترڅنګ یې د توکو د چمتو کولو، ساتنې او
عادلانه وېش په اړه لازمې لارښوونې ترسره کړې.