rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | د ښاري اوبو رسولو امارتي شرکت او یونیسف ترمن...



د ښاري اوبو رسولو امارتي شرکت او یونیسف ترمنځ د همغږۍ او همکاریو د پراختیا غونډه ترسره شوه.

1405/01/26


د دوه‌ اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا او پراختیا په موخه، د ښاري اوبو رسولو امارتي شرکت او د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ترمنځ ګډه غونډه، د یاد شرکت د اجرائیوي رئیس ښاغلي مولوي غلام‌الرحمن کظیم او د مرکزي ریاستونو د مسؤلینو په حضور کې، د یونیسف له استازو سره ترسره شوه.

په دې غونډه کې د یونیسف د اوبو او روغتیا ساتنې برخې رئیسې آغلې فرای تونوهم، د دواړو لوریو ترمنځ له روانو همکاریو څخه د خوښۍ څرګندونه وکړه او د دغو همکاریو پر دوام او لا پیاوړتیا یې ټینګار وکړ. نوموړې وویل: یونیسف ژمن دی چې د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت سره په نږدې همغږۍ کې، د څښاک صحي اوبو د برابرولو او د فاضلابو د سیسټمونو د مدیریت د ښه والي په برخه کې اغېزمن او رغنده رول ولوبوي.

نوموړې همدارنګه څرګنده کړه چې دغه اداره هڅه کوي د کورني او نړیوال خصوصي سکتور د ظرفیتونو په جلب او جذب سره، د اوبو او روغتیا ساتنې په برخه کې د عامه او خصوصي مشارکت (PPP) لپاره د پانګونې زمینه برابره کړي، څو له دې لارې په ټول هېواد کې د اوبو رسولو خدماتو ته دوامداره لاسرسی پراخ شي.

ورپسې، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس ښاغلي مولوي غلام‌الرحمن کظیم، د یونیسف له دوامدارو همکاریو څخه د مننې ترڅنګ، د اوبو رسولو د پروګرامونو په ملاتړ کې د دې ادارې پر مهم رول ټینګار وکړ او ویې ویل: د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت یو خدماتي بنسټ دی او زموږ اساسي موخه ښاریانو ته د څښاک صحي اوبو برابرول دي.

نوموړي همدارنګه د هېواد د اوبو رسولو د وضعیت په اړه لنډ معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه: د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې یو شمېر د اوبو رسولو پروژې د عامه او خصوصي مشارکت (PPP) تر چوکاټ لاندې پلي کېږي او په دې برخه کې د خصوصي سکتور د پانګونې لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې شوې دي.