rtl
1405/02/05
د بېځایه لګښتونو د مخنیوي،
له اداري وسایلو څخه د غیر ضروري استفادې د مخنیوي او د قرطاسیې د تاریخ له تېرېدو
وړاندې د هغو د اغېزمن مدیریت په موخه، «له څانګو څخه د اضافي وسایلو د راټولولو
کمېټې» د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت په ټولو مرکزي ریاستونو او آمریتونو
کې له لازمې ارزونې وروسته، د اضافي او بېکاره پرتو توکو په راټولولو پیل وکړ.
د ښاري اوبو رسولو او
فاضلابو امارتي شرکت اجرئیوي رییس، محترم مولوي غلام الرحمن کظیم د راټولو شویو
توکو د لیدنې پر مهال وویل: «د دې شرکت د ټولو شتمنیو اصلي مالک د افغانستان ملت
او دولت دی؛ د یو کوچني سنجاق څخه نیولې تر قیمتي تجهیزاتو پورې، دا ټول له موږ
سره امانت دي او باید په غوره ممکنه بڼه ترې ګټه واخیستل شي.»
نوموړي زیاته کړه: «له دې
وروسته هیڅ کارکوونکی حق نه لري چې له خپلې رښتینې اړتیا زیات د اداري توکو د پیرلو
یا چمتو کولو غوښتنه وکړي. له وسایلو او تجهیزاتو څخه ګټه اخیستنه باید یوازې د اړتیا
په کچه او د مصرف د مدیریت له اصولو سره سم وي.»
راټول شوي وسایل او تجهیزات
به په ډیپو کې زېرمه او د اړتیا پر مهال د هرې څانګې د رسمي وړاندیز او رښتینې اړتیا
له مخې په شفاف ډول وویشل شي.