rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | ...



شمال زون ته د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د اجرائیوي رییس سفر

1405/02/08


د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، ښاغلي مولوي غلام الرحمن کظیم شمال زون ته د خپل سفر په لومړۍ ورځ د سمنګان ولایت د اوبو رسولو له آمریت څخه لیدنه وکړه.

د اوبو رسولو اجرائیوي رئیس د مزارشریف زون د اوبو رسولو رییس ښاغلي انجنیر نصرالدین نصرت، د ایبک ښار د اوبو رسولو آمر، د مرکز د تخنیکي انجنیرانو د پلاوي او د سمنګان ولایت د ټول ګټو ریاست د استازي په ملتیا، د ایبک ښار د څښاک اوبو د تولیدي او لېږدونکو سرچینو د ارزونې په موخه د یاد ولایت خرم او سارباغ ولسوالۍ ته سفر وکړ.

د دغه سفر موخه د اوبو د هغې ۴۵۰ ملي متري لېږدونکې نل‌لیکې د زیانمنو شویو برخو تخنیکي څېړنه وه، چې د وروستیو موسمي سېلابونو له امله رابرسېره شوې دي. د شرکت اجرائیوي رئیس د موضوع په اهمیت ټینګار وکړ او د رامنځته شوې ستونزې د حل او د څښاک اوبو د احتمالي پرچاوۍ د مخنیوي لپاره یې د عاجلو او اغېزمنو ګامونو پورته کولو لارښوونه وکړه، ترڅو د ایبک ښار نږدې ۱۰ زره کورنۍ چې له دغو اوبو ګټه اخلي، له ستونزو سره مخ نشي.

همدارنګه، د شمال زون د اوبو رسولو رئیس او د سمنګان د اوبو رسولو آمر په خدماتو کې د اسانتیاوو راوستلو او د اوبو د تولید او وېش د زیاتوالي په موخه خپل وړاندیزونه او نوې طرحې د شرکت له مشرتابه سره شریکې کړې، چې د شرکت مشرتابه مقام له لوري تائید شوې.