rtl
1405/02/08
د ښاري اوبو رسولو او
فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، ښاغلي مولوي غلامالرحمن کظیم، د سمنګان ولایت
د اوبو رسولو آمریت له لیدنې وروسته، د سمنګان ولایت له محترم والي الحاج ملا محمد
شعیب رسالت، سره وکتل.
په دې لیدنه کې د اوبو
رسولو رئیس د خرم او سارباغ ولسوالۍ د اوبو لېږدونکې شبکې په اړه خبرې وکړې چې د
موسمي سېلابونو له امله زیانمنه شوې او له ګواښ سره مخ ده.
همداراز، د شرکت اجرائیوي
رئیس په نږدې ورځو کې د دغه ولایت په «حسن خېلو» سیمه کې د اوبو رسولو د یوې نوې
پروژې د پیل خبر ورکړ او د پروژې ټول جزئیات یې د ولایت له مقام سره شریک کړل.
د سمنګان ولایت والي ښاغلي
الحاج ملا محمد شعیب رسالت په دغه ولایت کې د اوبو رسولو د خدماتو د پراختیا ستاینه
وکړه او زیاته یې کړه: «اوبه ژوند دی؛ موږ به د اړوندو ادارو او ښاریانو په همکارۍ
د اوبو رسولو د شبکو ساتنې ته پوره پام کوو. د خرم او سارباغ ولسوالۍ د شبکې په اړه
به هم جدي پرېکړې وشي او په لومړي فرصت کې به یې ستونزې حل شي.»
په پای کې پرېکړه وشوه چې
د ولایتي مقام، د ټولګټو وزارت او د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت څخه یو
ګډ تخنیکي ټیم سیمې ته واستول شي، ترڅو له سروې او ارزونې وروسته عملي اقدامات
ترسره شي.