rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | ...



د اوبو د تأمین د بدیلو سرچینو څخه ګټه اخیستنه؛ د جوزجان او سرپل ولایتونو کې د اوبو رسولو خدماتو پراختیا

1405/02/09


د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، ښاغلي مولوي غلام‌الرحمن کظیم، د اغېزمنو خدماتو د وړاندې کولو او د اوبو رسولو شبکو د پراختیا په موخه، د جوزجان ولایت له والي ښاغلي مولوي عبدالله سرحدي او د سرپل ولایت له والي ښاغلي مولوي احمد شاه دین دوست سره لیدنه او خبرې وکړې. په دغو ناستو کې، د مزار شریف زون د اوبو رسولو رئیس انجنیر نصرالدین نصرت او د شبرغان ښار د اوبو رسولو آمر ملا ګلاب شاه مشعل هم ګډون درلود.

اجرائیوي رئیس د شرکت د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه: د شرکت د مسؤلینو د هڅو او د اوبو د بدیلو سرچینو د طرحو له امله به ډېر ژر د اوبو رسولو خدمات پراخ او په جوزجان او سرپل ولایتونو کې به ګڼ شمېر هېوادوال د څښاک له پاکو اوبو برخمن شي.

نوموړي د نورو اوبیزو سرچینو تر څنګ د سطحي اوبو کارونه، د شرکت له مهمو لاسته راوړنو څخه وبلل او څرګنده یې کړه چې د سطحي اوبو کارونه د ځمکې لاندې اوبو د بدیل په توګه د شرکت له اساسي موخو څخه دي، او موږ خوښ یو چې دغه پروژه به ډېر ژر په جوزجان او سرپل ولایتونو کې پیل شي.

په پای کې، د جوزجان والي ښاغلي مولوي عبدالله سرحدي او د سرپل والي ښاغلي مولوي احمد شاه دین دوست د شرکت د مسؤلینو له وړاندې شوې طرحې هرکلی وکړ او ډاډ یې څرګند کړ چې ولایتي ادارې به د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت سره په نږدې همغږۍ کې، د اړینو اسانتیاوو د برابرولو او د ستونزو او ننګونو د حل لپاره لازم اقدامات ترسره کړي.