rtl
1405/02/12
د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت
اجرائیوي رئیس، ښاغلي مولوي غلامالرحمن کظیم، د خپلو کاري سفرونو په لړ کې د سمنګان،
سرپل او جوزجان ولایتونو له لیدو وروسته بلخ ته سفر وکړ. نوموړي هلته د ولایت له
رهبرۍ او د مزار شریف له ښاروال سره د لیدنې ترڅنګ، د شمال زون د اوبو رسولو ریاست
کاري چارې هم و ارزولې.
په پیل کې د شرکت اجرائیوي رئیس د شمال زون د
اوبو رسولو رئیس په ملتیا د بلخ له والي، ښاغلي الحاج محمد یوسف وفا سره وکتل. په
دې ناسته کې د اوبو د سرچینو پر مدیریت، د شبکو پر پراختیا او د فاضلابو چارو پر
تنظیم خبرې وشوې. ښاغلي وفا د یاد شرکت د رهبرۍ هڅې وستایلې او ژمنه یې وکړه چې د
فاضلابو د تصفیې سیسټم (FSTP) د
جوړولو لپاره به په مزار شریف ښار کې مناسبه ځمکه ځانګړې او د اسنادو د اصولي پړاوونو
له بشپړېدو وروسته د اوبو رسولو امارتي شرکت ته وسپاري.
ورپسې، د شرکت اجرائیوي رئیس د مزار شریف له ښاروال
سره په لیدنه کې د یادې ادارې د پراختیایي پلانونو په اړه معلومات شریک کړل، چې د ښاروالۍ
له لوري د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړل شو.
په دوام کې، د شرکت اجرائیوي رئیس د شمال زون د
اوبو رسولو ریاست په مقر کې د دې زون له رئیس، ښاغلي انجنیر نصرالدین نصرت سره د
سمنګان، سرپل، جوزجان، فاریاب او بلخ ولایتونو کې د اوبو رسولو د وضعیت د ننګونو
او د ښه والي د لارو چارو په اړه بحث او د نظر تبادله وکړه او لازمې لارښوونې یې
صادرې کړې.
د دې سفر په پای کې، د شرکت اجرائیوي رئیس د
مزار شریف ښار د اوبو رسولو له بېلابېلو برخو، لکه تاسیساتو، د اوبو سرچینو او د وېش
شبکو څخه لیدنه وکړه. نوموړي د دې ادارې د کارکوونکو له لوري مطرح شوي نظرونه، وړاندیزونه
او ستونزې په دقت واورېدې او ډاډ یې ورکړ چې د یادو موضوعاتو د حل لپاره به لازم
اقدامات ترسره شي.