rtl
1405/02/16
د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت
اجرائيوي رئيس ښاغلي مولوي غلام الرحمن کظیم، په داسې حال کې چې د تخنیکي رئيس ښاغلي
انجنیر ندي الله نیازي، د کابل زون د اوبو رسولو رئيس ښاغلي انجنیر شفیع الله
زاهدي او د شرکت د ویاند ښاغلي رحمت الله صارم یې ملتیا کوله، د پروان ولایت د چاریکار
ښار د اوبو رسولو له آمریت څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د چاریکار ښار د اوبو رسولو آمر
ښاغلي روح الله فضلي، د یاد آمریت فعالیتونه، لاسته راوړنې او د اداري چارو بهیر د
شرکت له مشرتابه سره په تفصیل شریک کړل او د یاد آمریت د لا زیات تمویل غوښتنه یې
وکړه.
د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت
اجرائيوي رئيس ښاغلي مولوي غلام الرحمن کظیم، د چاریکار ښار د ۱۳مې پارچې د اوبو
رسولو پروژې په پلي کېدو کې پر مستقیمې څارنې د ټینګار ترڅنګ، په دې ولایت کې د
اوبو رسولو د نویو طرحو، پلانونو او پروژو خبر ورکړ.
د شرکت اجرائيوي رئيس وویل: «ابادي ډېر کار ته
اړتیا لري او ډېر کار بیا ډېرې اسانتیاوې غواړي؛ دا زموږ مسوولیت دی چې اړتیاوې وپېژنو،
برابرې یې کړو او د ترسره شوي کار پایلې وڅېړو.»په پای کې د شرکت اجرائيوي رئيس
ژمنه وکړه، چې د اداري چارو د پرمختګ او اوبو رسولو خدماتو د ښه والي په موخه به
په نږدې وخت کې د دغه آمریت اړتیاوو، په ځانګړې توګه د ټرانسپورټ برخې ته رسیدګي
وشي.