rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | ...



د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د اجرائیوي کمېټې غونډه ترسره شوه

1405/02/24


د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د اجرائیوي کمېټې غونډه، د ښاغلي مولوي غلام‌الرحمن کظیم په مشرۍ، د شرکت د مرکزي رئیسانو او آمرینو په ګډون ترسره شوه.

د غونډې په پیل کې ښاغلي مولوي غلام‌الرحمن کظیم د کاري چارو د لا غوره تنظیم، اغېزمنتیا او انسجام په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: د مسئولیتونو او صلاحیتونو پر وړاندې ځواب ویونه یو بنسټیز اصل دی، او ټول مسئولین مکلف دي چې د خپلو دندو او ورسپارل شویو مسئولیتونو په چوکاټ کې، خپلو مافوق مراجعو ته پر وخت او لازم ځواب وړاندې کړي.

نوموړي همداراز د ریاستونو او آمریتونو ترمنځ پر لا پیاوړې همغږۍ، په کاري چارو کې پر جديت، د ادارې د چارو پر چټکتیا او د سپارل شویو دندو پر وخت او اغېزمن ترسره کېدو ټینګار وکړ.

ورپسې، د رهبرۍ مقام د دفتر آمر، ښاغلي شکیل احمد خیرخواه «ذاهب» د تېرې غونډې د پرېکړو، ترسره شویو اجراآتو او عملي پرمختګونو په اړه لنډ معلومات وړاندې کړل.

وروسته اجرائیوي کمېټې د اجنډا پر بېلابېلو موضوعاتو، چې پکې د GPS سیستم له لارې د پيرودونکو د کوردیناتو تثبیت، د شرکت پراختیایي پروژې، د شرکت عمومي ډېټابېس، استملاکات، قراردادي چارې، د کارکوونکو ارزونه او د ظرفیت لوړونې پروګرامونه، ټرانسپورټ او نور تدارکاتي او اداري موضوعات شامل وو، هر اړخیز بحث او د نظرونو تبادله وکړه.

په پای کې د یادو موضوعاتو په تړاو لازمې پرېکړې وشوې او د شرکت د رهبرۍ مقام له لوري اړوندو مسئولینو ته لازمې سپارښتنې او هدایات وړاندې شول.