rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | ...



د ۱۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

1405/03/17


د ختیځ زون د اوبو رسولو ۱۴ واټرپمپونو لپاره د ۶ کیلوولټ نوي برېښنايي فیډر پروژه د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د اجرائیوي رئیس ښاغلي مولوي غلام‌الرحمن کظیم له لوري، د شرکت د تخنیکي چارو رئیس، د ختیځ زون د اوبو رسولو رئیس، د ننګرهار ولایت مقام استازي، او د یو شمېر امارتي ادارو مسؤلینو او د یاد زون د کارکوونکو په ګډون د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د مراسمو په پیل کې د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس ښاغلي مولوي غلام‌الرحمن کظیم وویل، یاده پروژه د ۱۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت او د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) په مالي همکارۍ پلې شوې ده.

د شرکت اجرائیوي رئیس زیاته کړه، د دې پروژې په بشپړېدو سره به شاوخوا یوولس زره کورنۍ د څښاک پاکو او صحي اوبو ته په غوره او دوامدار ډول لاسرسی ومومي. نوموړي همداراز د هېوادوالو د خدمت په برخه کې د شرکت پر ژمنتیا ټینګار وکړ او له ښاریانو یې وغوښتل چې د اوبو رسولو شبکو په ساتنه کې له شرکت سره همکاري وکړي.

ورپسې د ننګرهار ولایت مقام استازي محترم مولوي سمیع‌الله د اوبو د ارزښت او اهمیت په اړه خبرې وکړې او له خلکو یې وغوښتل چې د اوبو له بې‌ځایه مصرف او ضایع کېدو څخه ډډه وکړي.

په دوام کې د شرکت د تخنیکي چارو رئیس ښاغلي انجینر ندي‌الله نیازي د پروژې تخنیکي اړخونو ته په اشارې وویل، دغه پروژه د اوبو رسولو سیستم د برېښنايي ستونزو د حل، د برېښنا د دوامدار تأمین، د واټرپمپونو د فعالیت د ښه والي او ښاریانو ته د څښاک پاکو اوبو د منظمې رسونې په موخه پلې شوې ده.

د مراسمو په پای کې د ختیځ زون د اوبو رسولو او فاضلابو رئیس ښاغلي مولوي یارمحمد محمدي په یاده پروژه کې له همکارو بنسټونو څخه مننه وکړه او د اوبو رسولو خدمتونو د لا ښه والي په موخه یې د ورته بنسټیزو او پراختیایي پروژو پر دوام ټینګار وکړ.