rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | د شرکت اجرائیوي رئیس د میوند تدریسي روغتون د...



د شرکت اجرائیوي رئیس د میوند تدریسي روغتون د فاضلابو د تصفیې خونې د اعمار له چارو بیا لیدنه ترسره کړه

1405/03/19


د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس ښاغلي مولوي غلام الرحمن کظیم د فاضلابو چارو رئیس انجنیر فایق الله جمال او یو شمېر نورو انجنیرانو په ملتیا د میوند تدریسي روغتون د فاضلابو د تصفیې خونې (DEWATS) له روانو چارو څخه بیا لیدنه ترسره کړه.

په دې لیدنه کې د یادې پروژې د تطبیق کوونکو او تخنیکي مسؤلینو له لوري د کار د پرمختګ، تخنیکي جزئیاتو او پاتې چارو په اړه معلومات وړاندې شول. د مسؤلینو د معلوماتو له مخې، د تصفیې خونې د اعمار چارې تر دې مهاله شاوخوا 20 سلنه بشپړې شوې دي او ټاکل شوې ده چې د راتلونکو اوو میاشتو په موده کې به یې پاتې چارې هم بشپړې او په رسمي ډول به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د شرکت اجرائیوي رئیس د پروژې د چارو د ارزونې ترڅنګ د فاضلابو د تصفیې خونو پر اهمیت خبرې وکړې او ویې ویل چې د داسې پروژو پلي کېدل د چاپېریال ساتنې، د عامې روغتیا د معیارونو د رعایت او د سالم او صحي ژوند د چاپېریال په رامنځته کولو کې مهم رول لري. نوموړي د تخنیکي ټیم له هڅو څخه مننه وکړه او د چارو د لا چټکتیا او کیفیت د خوندي کولو په موخه یې اړینې لارښوونې وکړې.

یاده تصفیه خانه د میوند تدریسي روغتون لپاره د ورځې د ۱۲۰ متره مکعبه فاضلابو د تصفیې ظرفیت لري چې د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د تخنیکي ټیم له لوري سروې او ډیزاین شوې او د یونیسف ادارې په مالي ملاتړ تمویلېږي.

د لیدنې په پای کې د شرکت اجرائیوي رئیس د پروژې د تطبیق بهیر له نږدې وارزاوه او اړوندو مسؤلینو ته یې سپارښتنه وکړه چې د ټاکل شوي مهالویش له مخې د پروژې پاتې چارې بشپړې کړي، ترڅو یاد روغتون د فاضلابو د معیاري تصفیې له اسانتیاوو برخمن شي.