rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | د اوبو رسولو امارتي شرکت او یونیسف مؤسسې ترم...



د اوبو رسولو امارتي شرکت او یونیسف مؤسسې ترمنځ د همکارۍ او همغږۍ غونډه

1405/03/21


د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت او د یونیسف مؤسسې ترمنځ د ښاري فاضلابو د مدیریت په برخه کې د ګډو همکاریو د پیاوړتیا په موخه، د یاد شرکت اجرائیوي رئیس ښاغلي مولوي غلام‌الرحمن کظیم د یونیسف مؤسسې د اوبو، فاضلابو او حفظ‌الصحې د چارو له مسؤلې آغلې فرای تنهام سره لیدنه او خبرې اترې ترسره کړې.

په دې غونډه کې د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس د هېواد په ښارونو او مهمو مرکزونو کې د فاضلابو د مدیریت د اوسني وضعیت په اړه معلومات وړاندې کړل او د دې ادارې د فعالیتونو، ظرفیتونو او شته امکاناتو په اړه یې هر اړخیز توضیحات ورکړل. نوموړي څرګنده کړه چې د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د فاضلابو د مدیریت د ښه‌والي او پراختیا لپاره مشخص پروګرامونه او طرحې تر کار لاندې لري، چې عملي کېدل یې وخت، پانګونې او د همکارو بنسټونو پراخو همکاریو ته اړتیا لري.

ورپسې آغلې فرای تنهام د فاضلابو د اغېزمن مدیریت پر اهمیت او د عامې روغتیا په تأمین کې د هغه پر رول ټینګار وکړ او ویې ویل چې یونیسف مؤسسه له دې برخې څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي. هغې همدارنګه څرګنده کړه چې یاد بنسټ هڅه کوي، د مستقیمو همکاریو ترڅنګ، د خصوصي سکټور او د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت ترمنځ د همغږۍ او ګډ کار زمینه هم برابره کړي، څو د فاضلابو د مدیریت بهیر لا اغېزمن پرمخ ولاړ شي.

د غونډې په بله برخه کې د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د فاضلابو چارو رئیس انجنیر فایق‌الله جمال د پریزنټېشن له لارې د خپل ریاست اړوند فعالیتونه، لاسته راوړنې، روان پروګرامونه او راتلونکي پلانونه ګډونوالو ته تشریح او وړاندې کړل.

د غونډې په پای کې دواړو لوریو د همغږۍ پر دوام او خلکو ته د اوبو رسولو او حفظ‌الصحې خدمتونو د لا ښه والي لپاره پر ګډو هڅو ټینګار وکړ.