rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | ...



د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت کې د درېیو اداري بستونو رقابتي ازموینه ترسره شوه

1405/03/26


د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د غونډو په تالار کې د درېیو اداري بستونو لپاره د تحریري ازموینې بهیر ترسره شو. په دغو بستونو کې د هرات زون لپاره د ظرفیت لوړونې او ارزونې مدیر، د اوبو نمونې اخیستونکی کارکوونکی او د کندز زون لپاره د جنسي محاسبې مدیر بستونه شامل وو.

یاده ازموینه د وړ، مسلکي او شرایطو پوره کوونکو کسانو د جذب په موخه، د شرکت د اداري چارو رئیس ښاغلي شیخ سمیع الله نورستاني، د مالي او حسابي چارو رئیس ښاغلي ضیاءالحق همتي، د شرکت د حقوقي سلاکار ښاغلي هدایت الله هاشمي او د ازموینو کمېټې د غړو تر څارنې لاندې، د امارتي شرکتونو د عمومي ریاست د استازي ښاغلي اکمل منګل په حضور کې ترسره شوه.

ټاکل شوې ده، له نوماندانو څخه هغه درې تنه چې د تحریري او تقریري ازموینو پړاوونه په بریالیتوب سره بشپړ او لوړې نمرې ترلاسه کړي، په یادو بستونو کې به پر دندو وګومارل شي.