rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | د امارتي شرکتونو د نشراتي مسؤلینو ترمنځ د هم...



د امارتي شرکتونو د نشراتي مسؤلینو ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه

1405/03/26


د لا ډېرې همغږۍ، د نشراتي چارو د چټکتیا، د روڼتیا د پیاوړتیا، د معلوماتو رسونې د معیاري کولو او دولت او خلکو ته د معلوماتو د رسولو د اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه، د امارتي شرکتونو د لوی ریاست د مرستیال او د دفتر رئیس، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د اداري رئیس او د هېواد له بېلابېلو سیمو څخه د امارتي شرکتونو د څه باندې ۳۰ تنو نشراتي مسؤلینو په ګډون، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د غونډو په تالار کې د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

د غونډې په پیل کې د امارتي شرکتونو د لوی ریاست د تعقیب، ارزونې او پالیسۍ مرستیال، ښاغلي مولوي محمودشاه زاهد، د نشراتو او عامه پوهاوي پر اهمیت خبرې وکړې او ویې ویل: «خلک حق لري چې د امارتي شرکتونو له فعالیتونو، لاسته راوړنو او خدمتونو خبر شي، له همدې امله زموږ دنده ده چې پر وخت، معیاري او روڼ معلومات له خلکو سره شریک کړو.»

ورپسې د امارتي شرکتونو د لوی ریاست د دفتر رئیس، ښاغلي مولوي سعیدالرحمن مظهري، د ټولو امارتي شرکتونو د نشراتي مسؤلینو ترمنځ پر لا ډېرې همغږۍ ټینګار وکړ. نوموړي د دې غونډې موخه د مسؤلیت احساس پیاوړی کول، د معلوماتو رسونې پر وړاندې د شته ستونزو هوارول او د نشراتو معیاري کول وبلل.

همدارنګه د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اداري رئیس، ښاغلي شیخ سمیع‌الله نورستاني، د اسلام له نظره او د تاریخ په اوږدو کې د معلوماتو رسونې د ارزښت او اهمیت په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: «په تېرو کلونو کې د دین او هېواد دښمنانو د دروغجنو تبلیغاتو پراخه جبهه فعاله کړې وه، اوس زموږ دنده ده چې د ډله‌ییزو رسنیو له لارې د حقایقو په بیانولو سره خلک او نړیوال له واقعیتونو خبر کړو.»

وروسته د امارتي شرکتونو د لوی ریاست ویاند، ښاغلي مولوي محمدنبي بهار، د غونډې موضوعات ګډونوالو ته وړاندې کړل. ورپسې د امارتي شرکتونو نشراتي مسؤلینو د یادو موضوعاتو په اړه خپل نظرونه، وړاندیزونه او د معلوماتو رسونې په برخه کې شته ستونزې شریکې کړې، چې د مسؤلینو له لوري د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

غونډه د معلوماتو رسونې د معیاري کولو په اړه د یو پرېزنټېشن په وړاندې کولو سره پای ته ورسېده.