rtl


د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د مدیره هیئت غونډه ترسره شوه

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د مدیره هیئت غونډه، د مدیره هیئت د رئیس ښاغلي قاضي نعیم‌الدین عمر په مشرۍ، د مدیره هیئت د غړو، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د اجرائیوي رئیس او د مرکزي ریاستونو د رئیسانو په ګډون ترسره شوه.

په دې غونډه کې د بېلابېلو موضوعاتو، لکه اداري چارو، معاشونو، ترانسپورټ، د ۱۴۰۵ مالي کال د لومړۍ ربعې د ترسره شوو فعالیتونو راپور، د فاضلابو چارو د تنظیم لارښود مسودې او د فاضلابو ریاست د تعرفې د ټاکلو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه.

د مدیره هیئت غړو د مطرح شوو موضوعاتو له ارزونې وروسته، د بحث شویو مواردو په اړه د قانون په چوکاټ کې لازمې پرېکړې وکړې، چې د مدیره هیئت له لوري تصویب شوې.

د غونډې په پای کې، د ترسره شوو پرېکړو پر تعقیب او تطبیق او د اړوندو چارو د ترسره کولو په موخه پر لازمو اقداماتو ټینګار وشو.