د شرکت د پنځه کلن ستراتیژیک پلان له مخې د ترسره شویو فعالیتونو د راپور ورکولو غونډه جوړه شوه
د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د پالیسۍ او ستراتیژیک پلان آمر، ښاغلي احمد بشیر ناصریار، د یو پریزنټېشن له لارې د ۱۴۰۱ کال څخه تر ۱۴۰۵ هـ.ش کال د لومړۍ ربعې تر پایه پورې د ترسره شویو فعالیتونو او لاسته راوړنو راپور د شرکت رهبرۍ مقام، رئیسانو او مرکزي آمریتونو مسؤلینو ته وړاندې کړ.په دغه راپور کې د شرکت مالي وضعیت د عوایدو او لګښتونو، پراختیايي بودجې او طلباتو په برخو کې؛ په تخنیکي برخه کې د پروژو سروی، ډیزاین او تطبیق؛ په عملیاتي برخه کې د اوبو تولید او وېش، د مېټرونو نصب، د څاهګانو کېندل، د شبکې پراختیا او بدلون، د اوبو معاینه او د خدمتونو د زیاتوالي؛ د فاضلابو په برخه کې د سروی، ډیزاین او عوایدو؛ او په سوداګریزه برخه کې د پخوانیو او نویو مشترکینو شمېر، د خپلسرو نلونو تثبیت، له عددي مشترکینو څخه مېټري سیستم ته د بدلون، د پلېټونو نصب، د بلونو وېش او د مشترکینو د GPS ثبت بهیرونه وڅېړل او وارزول شول.همدارنګه، په اداري برخه کې د تدارکاتي چارو او پروژو د طی مراحلو بهیر، د شرکت تشکیلات او په یادو کلونو کې د کارکوونکو او کارمندانو وضعیت، ستونزې، ننګونې او وړاندیزونه هم په دقیقه توګه وارزول شول.په دوام کې، د شرکت اجرائیوي رئیس، ښاغلي مولوي غلامالرحمن کظیم، د شرکت د ټولو مسؤولینو او کارکوونکو له هڅو او زحمتونو څخه د مننې او قدردانۍ ترڅنګ، وړاندې شوی راپور بریالی وباله او ویې ویل: «د ترتیب شوي راپور او د اوبو رسولو خدمتونو د ښه والي د ګراف له مخې، په ټولو برخو کې، د فاضلابو د مدیریت په ګډون، لا ډېره انګېزه ترلاسه کوو، څو د هېواد د وګړو لپاره د لا غوره او اغېزمنو خدمتونو د وړاندې کولو په موخه زیاتې هڅې وکړو.»د شرکت اجرائیوي رئیس دغه لاسته راوړنې د شرکت په مرکز او ولایتونو کې د ټولو کارکوونکو د نه ستړې کېدونکو هڅو او زحمتونو پایله وبلله او د هغوی له همکارۍ او هڅو څخه یې مننه وکړه.