rtl


جلال‌اباد ښار کې د ۲۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د یوې پروژې د بنسټ ډبره کېښودل شوه

 جلال‌اباد ښار کې د ۲۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د یوې سترې پروژې د بنسټ ډبره د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت  مشرتابه،  ختیځ زون د اوبو رسولو رئیس، یو شمېر مسؤولینو او د امارتي ادارو د استازو په حضور کې کېښودل شوه.

د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، مولوي غلام‌ الرحمن کظیم، د پروژې د کار د پیل په مراسمو کې وویل: «هېوادوالو ته د اوبو رسولو خدمتونه وړاندې کول زموږ د مسؤولیت ترڅنګ یو ستر ویاړ هم دی. د خوښۍ ځای دی چې دا پروژه د هېواد د خپلواکۍ او آزادۍ ورځې د نمانځنې د پروګرامونو په لړ کې پیلېږي.»

ښاغلي زیاته کړه، چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به د جلال‌ اباد ښار له اووه زرو څخه ډېر اوسېدونکي د څښاک پاکو او صحي اوبو څخه برخمن شي او تمه ده چې د پروژې چارې به په راتلونکو اوو میاشتو کې بشپړې شي.

د شرکت اجرائیوي رئیس همدارنګه د اوبو په سپما او د اوبو رسولو شبکو په ساتنه کې د هېوادوالو پر مسؤولیت ټینګار وکړ او ویې ویل، چې په ټول هېواد کې د نوو اوبو رسولو شبکو د پراختیا او د زړو شبکو د بدلولو چارې دوام لري.

د ختیځ زون د اوبو رسولو رئیس، مولوي یارمحمد محمدي، د دې پروژې د جزیاتو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل، چې دغه پروژه د خلکو د اړتیاوو پر بنسټ د جلال ‌اباد ښار د څلورمې ناحیې اړوند د «زاړه  څارنوالۍ» په سیمه کې پلې کېږي.

همدارنګه د ولایت مقام د فرهنګي چارو مسؤول، مولوي سمیع‌الله سمون، د اوبو رسولو خدمتونو د پراختیا په برخه کې د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت له فعالیتونو او هڅو څخه قدرداني وکړه او د ننګرهار ولایت په ټولو سیمو کې یې د اوبو رسولو شبکو پر پراختیا ټینګار وکړ.

د یادونې وړ ده چې دغه شبکه ۲۴.۵ کیلومتره اوږدوالی لري. د پروژې په بشپړېدو سره به د سیمې پخوانۍ د اوبو رسولو شبکه هم ترمیم شي او د زرګونو اوسېدونکو لپاره به څښاک پاکو او صحي اوبو ته د لاسرسي زمینه برابره شي.