د ښاري اوبو رسولو امارتي شرکت د اداري فعالیتونو لپاره د لمریزې انرژۍ د کارونې پروژه پرانیستل شوه
د امارتي شرکتونو لوی ریاست
اړوند د ښاري اوبو رسولو امارتي شرکت د هغو فعالیتونو په دوام چې د اوبو رسولو د
تولیدي مرکزونو او سایټونو د لمریزې انرژۍ په کارولو سره ترسره کېږي، دا ځل د لمریزې
برېښنا د سیستم په نصبولو سره د خپلو اداري فعالیتونو لپاره د اړتیا وړ برېښنا هم
له لمریزې انرژۍ څخه تأمین کړه؛ هغه اقدام چې د برېښنا له جنراتورونو او ښاري شبکې
څخه د شرکت د اړتیا کچه راکموي.
د ښاري اوبو رسولو او
فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، مولوي غلامالرحمن کظیم، د همدې موخې لپاره جوړو
شوو مراسمو کې وویل: «د ښاریانو لپاره د څښاک پاکو او صحي اوبو د برابرولو ترڅنګ،
د سالم او له چاپېریالي ګواښونو څخه پاک چاپېریال تأمینول هم زموږ له مسؤلیتونو څخه
دي.»
نوموړي زیاته کړه: «د ښاري
اوبو رسولو امارتي شرکت تر دې دمه له شلو څخه ډېر مرکزونه په لمریزو سیستمونو
سمبال کړي او هڅه کوي چې په ټولو تولیدي او توضیعی سایټونو او اړوندو ادارو کې له
پاکې او دوامدارې لمریزې انرژۍ څخه استفاده وکړي.»
په دوام کې، د امارتی
شرکتونو لوی ریاست تجارتي رئیس، مولوي عبدالحلیم صفدر، د ښاري اوبو رسولو امارتي
شرکت د مسؤلینو له نوښتونو او اغېزناکو فعالیتونو څخه د مننې ترڅنګ، د دوامدارو
خدمتونو وړاندې کولو او د اوبو د سپما په برخه کې یې د ښاري اوبو رسولو امارتي شرکت
او د هېواد د ښاریانو پر مسؤلیت ټینګار وکړ.
همدارنګه، د شرکت تخنیکي
رئیس، انجنیر نديالله نیازي، د دې پروژې د اهمیت او تخنیکي جزئیاتو په اړه
معلومات وړاندې کړل او ویې ویل: «د لمریزې انرژۍ کارول، د اړتیا وړ برېښنا د تأمین
ترڅنګ، د عملیاتي لګښتونو او د سونتوکو د مصرف په کمولو او د چاپېریال په ساتنه کې
هم مهم رول لرلی شي.»
نوموړي زیاته کړه چې د دې
پروژې لګښت له شپږ میلیونه افغانیو څخه زیات دی، چې د شرکت له داخلي بودجې څخه تأمین
او د «سباوون کمال لوژستیکي شرکت» له لورې تطبیق شوې ده. په دې سیستم کې ۳۰۰ لمریزې
تختې او ۱۶ دستګاوې، چې هره یوه یې ۵ کیلوواټه ظرفیت لري، کارول شوې دي، چې د ورځې
شاوخوا ۱۷۵ کیلوواټه او د شپې ۸۰ کیلوواټه برېښنا تأمینوي.
په دې مراسمو کې د ښاري
اوبو رسولو شرکت اداري رئیس، شیخ سمیعالله نورستاني، د اسلام له نظره د هغو کسانو
د مقام په اړه خبرې وکړې چې د اوبو رسولو زمینه برابروي. نوموړي زیاته کړه چې د
اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) د اوبو رسولو او د اوبو د سپما په اړه ګڼ شمېر
احادیث بیان کړي دي.
د مراسمو په پای کې، د
امارتي شرکتونو لوی ریاست د څارنې، ارزونې او پالیسۍ معینیت کفیل ، الحاج ملا محمد
هاشم فرهادوال، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، مولوي
غلامالرحمن کظیم، او د شرکت د مرکزي ریاستونو او آمریتونو د مسؤلینو او یو شمېر
کارکوونکو په حضور کې، د یادې پروژې د فعالولو تڼۍ په کېکاږلو سره پروژه رسماً
پرانیسته او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.