د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس په لغمان ولایت کې د اوبو رسولو خدمتونو وضعیت وڅېړه
د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، ښاغلي مولوي غلامالرحمن کظیم، لغمان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د مهترلام ښار د اوبو رسولو له آمریت څخه لیدنه وکړه او د دغه ولایت له مرستیال والي او د اقتصاد له رئیس سره یې جلا جلا لیدنې ترسره کړې. په دغو لیدنو کې په لغمان ولایت کې د اوبو رسولو خدمتونو د وضعیت، پراختیا او لا ښه والي په اړه خبرې وشوې.
د لغمان ولایت له مرستیال والي، ښاغلي حافظ انځرګل، سره په لیدنه کې د شرکت اجرائیوي رئیس د اوبو رسولو شبکو او اوبو د سرچینو د پراختیا او زیاتوالي، او همدارنګه د لغمان ولایت اوسېدونکو ته د اوبو رسولو خدمتونو د پراخولو په اړه د شرکت د پراختیايي پلانونو او پروګرامونو لنډ معلومات وړاندې کړل.
ښاغلي مولوي غلامالرحمن کظیم وویل، چې د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت په لغمان ولایت کې د اوبو رسولو خدمتونو د کیفیت د ښه والي او پراختیا لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي او په دې برخه کې د ولایت مقام همکاري او ملاتړ مهم بولي.
د لغمان ولایت مرستیال والي، ښاغلي حافظ انځرګل، د دغه ولایت د اوسېدونکو اړتیاوو، په ځانګړي ډول د څښاک اوبو ته د لاسرسي، په اړه خبرې وکړې او له ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت سره یې د سیمهییزې ادارې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ. نوموړي څرګنده کړه، چې سیمهییزه اداره د خلکو لپاره د پاکو او صحي اوبو د برابرولو په موخه هر ډول همکارۍ ته چمتو ده.
همدارنګه، ښاغلي مولوي غلامالرحمن کظیم د لغمان ولایت د اقتصاد له رئیس، ښاغلي مولوي عطا الرحمن فاتح، سره وکتل. په دې لیدنه کې په دغه ولایت کې د اوبو رسولو خدمتونو د پراختیا پر لارو چارو او د اړوندو ادارو ترمنځ د لا ښې همغږۍ پر پیاوړتیا خبرې وشوې.
د شرکت اجرائیوي رئیس د لغمان ولایت د اوبو رسولو خدمتونو د پراختیا او د اوبو رسولو د ظرفیتونو د لوړولو لپاره د ملاتړ د جلبولو په موخه له تمویل کوونکو بنسټونو سره پر لا زیاتو همکاریو او همغږۍ ټینګار وکړ.
د دغه سفر په دوام کې، ښاغلي مولوي غلامالرحمن کظیم د مهترلام ښار د اوبو رسولو له آمریت څخه هم لیدنه وکړه. نوموړي د دغه آمریت د فعالیتونو له وضعیت، لاسته راوړنو او شته ستونزو څخه د معلوماتو ترلاسه کولو ترڅنګ، په لغمان ولایت کې د اوبو رسولو خدمتونو د پراختیا په موخه د شرکت پلانونه او راتلونکي پروګرامونه د آمریت له آمر او کارکوونکو سره شریک کړل.
د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت رهبري هڅه کوي، چې هېوادوالو ته د اغېزمنو، معیاري او دوامدارو اوبو رسولو خدمتونو د وړاندې کولو په موخه په ولایتونو کې د خدمتونو وضعیت له نږدې وارزوي، شته ستونزې په ګوته کړي او د حل لپاره یې لازم اقدامات ترسره کړي، ترڅو د اوبو رسولو خدمتونو د پراختیا، کیفیت او پایښت د لوړولو زمینه لا ښه برابره شي.