د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت او سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) ترمنځ د همکارۍ تفاهمنامه لاسلیک شوه
د مزارشریف ښار د اوبو رسولو خدمتونو د پراختیا، د مرکزي پمپ سټېشن د تأسیساتو او د اوبو رسولو شبکې د ښهوالي په موخه، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، ښاغلي مولوي غلامالرحمن کظیم، د سره صلیب کمېټې نړیوالې (ICRC) له استازي او د شرکت د مرکزي ریاستونو د رئیسانو په حضور کې له یادې کمېټې سره د همکارۍ تفاهمنامه لاسلیک کړه.
ښاغلي مولوي غلامالرحمن کظیم د دې تفاهمنامې لاسلیکول د مزارشریف ښار د اوسېدونکو لپاره د پاکو او صحي اوبو د برابرولو په برخه کې یو مهم او مثبت ګام وباله. نوموړي وویل چې د دې تفاهمنامې له مخې به سره صلیب نړیواله کمېټه د مزارشریف ښار د اوبو د تولید او وېش د ظرفیت لوړولو او د اوبو رسولو شبکې د پراختیا ترڅنګ، د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو، د عملیاتي برخې لپاره د اړینو تجهیزاتو او وسایلو د برابرولو، د زړو او فرسوده شبکو د بدلولو او د اوبو رسولو شبکې د لا ښهوالي په برخو کې همکاري وکړي.
هغه زیاته کړه چې د دې همکارۍ له لارې به زموږ د شرکت تخنیکي او عملیاتي ظرفیتونه لا پیاوړي شي او د پراختیايي پروژو د پلي کولو او مدیریت زمینه به نوره هم پراخه شي.
د امارتی شرکتونو لوی ریاست اړوند د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت هیله څرګندوي چې د دې تفاهمنامې په عملي کېدو سره به د اوبو رسولو خدمتونه لا ښه، په شبکه کې شته ستونزې کمې او د مزارشریف ښار اوسېدونکو ته د پاکو او صحي اوبو د برابرولو زمینه لا پیاوړې شي.