د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس په جلالاباد ښار کې د اوبو رسولو شبکې له پروژې لیدنه وکړه
امارتی شرکتونو لوی ریاست اړوند د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، ښاغلي مولوي غلامالرحمن کظیم، ننګرهار ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د ختیځ زون د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو ریاست او د جلالاباد ښار د زړې څارنوالۍ سیمې د اوبو رسولو شبکې د پراختیا او بدلون له پروژې څخه لیدنه وکړه.
ښاغلي کظیم د ختیځ زون د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو ریاست له مسؤلینو سره په لیدنه کې د دغه ریاست د فعالیتونو، د اوبو رسولو شبکې د پراختیا، روانو پروژو او ښاریانو ته د اوبو رسولو خدمتونو د لا ښه والي په اړه خبرې وکړې.
وروسته نوموړي د جلالاباد ښار د زړې څارنوالۍ سیمې د اوبو رسولو شبکې د پراختیا او بدلون له پروژې څخه لیدنه وکړه او د پروژې د تطبیق بهیر یې له نږدې وڅېړه.
په دې لیدنه کې د ختیځ زون د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو رئیس، ښاغلي مولوي یارمحمد محمدي، د پروژې د روان کار، د اوبو رسولو شبکې د پراختیا او د یاد ریاست د فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او شته ستونزې یې له اجرائیوي رئیس سره شریکې کړې.
د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس د مسؤلینو له فعالیتونو څخه د قدردانۍ ترڅنګ، د پروژې د چارو پر چټکتیا ټینګار وکړ او د شته ستونزو د حل په برخه کې یې د هر اړخیز ملاتړ او همکارۍ ډاډ ورکړ.
د یادونې وړ ده چې د جلالاباد ښار د زړې څارنوالۍ په سیمه کې د اوبو رسولو شبکې د پراختیا او بدلون پروژه د ۲۵.۵ کیلومتره په اوږدوالي او د ۲۱ میلیونه افغانیو په لګښت تطبیقېږي. د دې پروژې له بشپړېدو سره به شاوخوا اووه زره تنه ښاریان له پاکو اوبو څخه برخمن شي.
ټاکل شوې چې دغه پروژه د اتو میاشتو په موده کې بشپړه شي. تر دې دمه د پروژې ۱۰ کیلومتره برخه بشپړه شوې ده.