د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت او ایکوسنتریک شرکت ترمنځ د ګډې همکارۍ غونډه وشوه.
د اوبو رسولو د معیاري پروژو د پراختیا او پلي کولو په برخه کې د ګډې همکارۍ د زمینو د ارزونې په موخه، د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د اداري رئیس او د اجرائیوي ریاست د وارسي کوونکي، شیخ سمیعالله نورستاني، په مشرۍ، د شرکت د مرکزي ریاستونو د رئیسانو، د ایکوسنتریک شرکت د استازو او د سره صلیب نړیوالې کمېټې د استازي په ګډون، د شرکت د اجرائیوي ریاست په مقر کې غونډه ترسره شوه.
د ایکوسنتریک شرکت استازي، جولین، د دغه شرکت د فعالیتونو او تجربو په اړه د معلوماتو د وړاندې کولو ترڅنګ وویل، چې ایکوسنتریک د اوبو رسولو د پروژو د پلي کولو په برخه کې څوکلنه تجربه لري، په ځانګړي ډول د سره صلیب نړیوالې کمېټې سره د همکاریو په برخه کې، او چمتو دی چې د افغانستان د اوبو رسولو په پروژو کې همکاري وکړي.
همدارنګه، د سره صلیب نړیوالې کمېټې د اوبو رسولو متخصص، کیګن، د ایکوسنتریک شرکت تجربو ته په اشارې سره، دغه شرکت د اوبو رسولو د معیاري خدمتونو د پراختیا لپاره مناسب همکار وباله.
په دوام کې، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د مالي او حسابي ریاست رئیس، ضیاءالحق همتي، د شرکت د تاریخچې، فعالیتونو او پروګرامونو په اړه معلومات وړاندې کړل.
د غونډې په پای کې، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اداري رئیس او د اجرائیوي ریاست وارسي کوونکي، شیخ سمیعالله نورستاني، د ایکوسنتریک شرکت د معرفي کولو په برخه کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې له همکارۍ څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه: «د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت یو خدماتي بنسټ دی او د هېواد د وګړو لپاره د اغېزمنو، معیاري او دوامدارو خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د ټولو کورنیو او بهرنیو بنسټونو له همکاریو هرکلی کوي.»
همدارنګه، هوکړه وشوه چې د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت معلومات او اړتیاوې له ایکوسنتریک سره شریکې شي، څو په راتلونکو ناستو کې د لا نورو همکاریو په اړه بحث وشي او د همکاریو د دوام په اړه پرېکړه وشي