د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس د فاضلابو د مدیریت او تصفیې د نوې ټکنالوژۍ د مطالعې او تجربو د ترلاسه کولو په موخه هند هیواد ته ولاړ
د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس ښاغلی مولوي غلامالرحمن کظیم، د فاضلابو د مدیریت او تصفیې په برخه کې د معاصرو تخنیکي سیستمونو د پېژندنې او اړوندو تجربو د ترلاسه کولو په موخه د هند هېواد پر لور روان شو.
دغه څوارلس ورځنی سفر به د دولتي ادارو، خصوصي شرکتونو او د فاضلابو د تصفیې له عملي پروژو څخه لیدنې د نوې ټکنالوژۍ له پېژندنې او د فاضلابو د تصفیې په برخه کې له اغېزمنو تجربو څخه ګټه اخیستنه ده، څو د افغانستان اړتیاوو او شرایطو ته په کتو ترې استفاده وشي.
په دغه سفر کې د فاضلابو چارو رئیس ښاغلی انجنیر فایقالله جمال او فاضلابو ریاست انجنیر ښاغلی مسعود ظفر هم د شرکت اجرائیوي رئیس ملتیا کوي