د کندز زون د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو ریاست د نوي رئیس پيژندنه
د افغانستان اسلامي امارت د ریاستالوزرا د عالي مقام د حکم پر بنسټ، د کندز ولایت مقام د دفتر رئیس ښاغلي مولوي عبدالمؤمن «حمید» په یوه رسمي مراسمو کې ښاغلی مولوي وليمحمد «حفیظعمر» د کندز زون د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو د نوي رئیس په توګه معرفي کړ.
د کندز ولایت مقام د دفتر رئیس، نوي رئیس ته د مبارکۍ ویلو او د بریا هیله کولو ترڅنګ، له ټولو دولتي ادارو سره د ولایت مقام پر همکارۍ او همغږۍ ټینګار وکړ. نوموړي څرګنده کړه چې دولتي ادارې مکلفې دي، د هېوادوالو لپاره د اغېزمنو، روڼو او باکیفیته خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې خپلې هڅې لا پیاوړې کړي.
په دوام کې، د کندز زون د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو نوي رئیس ښاغلي مولوي وليمحمد «حفیظعمر» د مراسمو له ګډونوالو، مسؤلینو او کارکوونکو څخه د مننې ترڅنګ، ډاډ ورکړ چې د کندز ښار اوسېدونکو ته د اوبو رسولو او فاضلابو په برخه کې د لا غوره، روڼو او اغېزمنو خدمتونو د وړاندې کولو لپاره به خپلې لازمې هڅې ترسره کړي.
نوموړي همدارنګه د کاري بهیر د ښه والي او ورسپارل شویو مسؤلیتونو د اغېزمن ترسره کولو په برخه کې د کندز ولایت مقام همکاري او همغږي مهمه وبلله.