rtl


د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس په هند کې د افغانستان اسلامي امارت له سفیر سره ولیدل

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس ښاغلي مولوي غلام‌الرحمن کظیم، د فاضلابو چارو رئیس انجنیر فایق‌الله جمال او د شرکت د فاضلابو ریاست انجنیر مسعود ظفر په ملتیا، په هند کې د افغانستان اسلامي امارت له سفیر مفتي نور احمد نور سره لیدنه او خبرې وکړې.

په دې لیدنه کې، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس هند ته د شرکت د پلاوي د سفر د موخو او پروګرامونو په اړه معلومات وړاندې کړل او له ښاغلي سفیر څخه یې وغوښتل، چې له اړوندو مسؤلینو سره د لیدنو د همغږۍ او تنظیم په برخه کې لازمه همکاري وکړي.

په دوام یې، په هند کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر مفتي نور احمد نور د شرکت پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ، ډاډ ورکړ چې د فاضلابو په برخه کې به له اړوندو مسؤلینو او د هند له دولتي او خصوصي بنسټونو سره د لیدنو زمینه برابره کړي.

نوموړي همدارنګه وویل، چې د شرکت د پلاوي لپاره به د فاضلابو د تصفیې له مرکزونو او تأسیساتو، مدیریتي سیستمونو او کانالیزاسیون شبکو څخه د لیدنې زمینه هم برابره شي، څو په دې برخه کې له شته تجربو او ظرفیتونو څخه ګټه واخیستل شي.

په دې لیدنه کې، د فاضلابو د مدیریت په برخه کې پر لا زیاتې همغږۍ او له شته تجربو او ظرفیتونو څخه پر ګټې اخیستنې ټینګار وشو.