د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس د هند د کور جوړونې او ښاري چارو وزارت له چارواکو سره وکتل
د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، ښاغلي مولوي غلامالرحمن کظیم، د فاضلابو چارو رئیس انجینر فایقالله جمال او د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د فاضلابو ریاست انجینر مسعود ظفر په ملتیا، د هند د کور جوړونې او ښاري چارو وزارت له لوړپوړو چارواکو او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د استازو په حضور کې، د ښاري فاضلابو د مدیریت په برخه کې د ګډو همکاریو د پراختیا په موخه په جوړه شوې ناسته کې خبرې وکړې.
د ناستې په پیل کې، د هند د کور جوړونې او ښاري چارو وزارت استازي د یوه پریزنټېشن له لارې د ښاري فاضلابو د سیستمونو، د مدیریت د څرنګوالي او د دغه وزارت د پراختیايي پروګرامونو په اړه معلومات وړاندې کړل. نوموړي همدارنګه د دغه وزارت د ځینو پروژو، په ځانګړي ډول د «امروت» (AMRUT) پروژې په اړه د شرکت پلاوي ته هر اړخیز وضاحت ورکړ.
د هند د کور جوړونې او ښاري چارو وزارت چارواکو د ګډو همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړه چې د فاضلابو د تصفیې د مرکزونو، په ځانګړي ډول د حوضي سیستمونو د جوړولو، او د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د کارکوونکو د مسلکي او تخنیکي ظرفیت د لوړولو په برخو کې به لازمې همکارۍ وکړي.
په دوام کې، ښاغلي مولوي غلامالرحمن کظیم د هند د کور جوړونې او ښاري چارو وزارت له چارواکو څخه د دوی د حسن نیت او همکاریو ته د چمتووالي له امله مننه وکړه. نوموړي د شرکت د مخینې او فعالیتونو، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو د خدمتونو د کچې، لاسته راوړنو، شته ظرفیتونو او اړتیاوو په اړه معلومات وړاندې کړل.
همدارنګه د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس په تخصصي برخو کې د دوهاړخیزو همکاریو پر پراختیا، د مسلکي تجربو او پوهې پر شریکولو، د کارکوونکو د ظرفیت پر لوړولو، د فاضلابو د تصفیې د تأسیساتو پر جوړولو او پراختیا، او د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو د خدمتونو د مدیریت په برخه کې د هند له بریالیو تجربو څخه پر ګټې اخیستنې ټینګار وکړ.