د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس په نوي ډیلي کې د اوخلا د فاضلابو له تصفیهخانې څخه لیدنه وکړه
د امارتی شرکتونو لوی ریاست اړوند د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، ښاغلي مولوي غلامالرحمن کظیم، د فاضلابو چارو رئیس انجنیر فایقالله جمال او د شرکت د فاضلابو چارو ریاست انجنیر مسعود ظفر په ملتیا، د فاضلابو د مدیریت او تصفیې په برخه کې د نوې ټکنالوژۍ د پېژندنې او له اغېزمنو تجربو څخه د ګټې اخیستنې په موخه، په نوي ډیلي کې د ډیلي د اوبو بورډ (Delhi Jal Board – DJB) اړوند د اوخلا د فاضلابو له تصفیهخانې څخه لیدنه وکړه.
د دې غونډي په پیل کې د نوې ټکنالوژۍ او د فاضلابو د تصفیې له سیستمونو سره د لا زیاتې بلدتیا په موخه غونډه جوړه شوه. په دې غونډه کې د اوخلا د فاضلابو د تصفیهخانې طراح انجنیر د یوه پریزنټېشن له لارې د تخنیکي موضوعاتو په اړه تفصیلي معلومات وړاندې کړل. په دې معلوماتو کې په تصفیهخانه کې کارېدونکې ټکنالوژي، د تصفیهخانې ظرفیت، په ټاکلې موده کې د تصفیه کېدونکو فاضلابو اندازه، د تصفیې له بهیر څخه د ترلاسه کېدونکو موادو د کارونې څرنګوالی او د تصفیه شوو اوبو د استفادې څرنګوالی شامل وو.
ورپسې، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د فاضلابو چارو رئیس، انجنیر فایقالله جمال، د یاد شرکت په استازیتوب، د یوه جلا پریزنټېشن له لارې په کابل ښار کې د ګلباغ په سیمه کې د جوړېدونکې فاضلابو د تصفیهخانې د تخنیکي مشخصاتو، مساحت او ظرفیت په اړه معلومات وړاندې کړل. دغه پریزنټېشن د اوخلا د فاضلابو د تصفیهخانې د رئیس او انجنیرانو له خوا په ښه توګه و ارزول شو او هرکلی یې وشو.
له دې وروسته، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت پلاوي د اوخلا د فاضلابو د تصفیهخانې بېلابېلې برخې او تاسیسات وکتل. یاده تصفیهخانه د شاوخوا یو میلیون مترمربع مساحت په ساحه کې جوړه شوې ده. د کتنې په ترڅ کې پلاوي له لابراتوار، بېلابېلو سیستمونو او اړوندو تاسیساتو څخه هم لیدنه وکړه او د تصفیهخانې د فعالیت له بهیر، د فاضلابو د تصفیې له پروسې او کارېدونکو تجهیزاتو سره یې له نږدې بلدتیا ترلاسه کړه.
په پای کې، دواړو لورو په افغانستان کې د تطبیق وړ سیستمونو او ټکنالوژیو د کارونې په اړه بحث او د نظرونو تبادله وکړه. په دې ترڅ کې پرېکړه وشوه چې هغه ټکنالوژۍ او سیستمونه چې د افغانستان له شرایطو او شته امکاناتو سره د تطبیق وړ وي، په هر اړخیز ډول وڅېړل شي او د هېواد د فاضلابو د تصفیې په پروژو کې د هغوی د انتقال او کارونې لپاره زمینه برابره شي.