د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس د هند د اندراپورام فاضلابو تصفیه‌خانې څخه لیدنه وکړه

د امارتي شرکتونو لوی ریاست  د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، ښاغلي مولوي غلام‌الرحمن کظیم، د شرکت د فاضلابو چارو رئیس انجینر فایق‌الله جمال او انجنیر مسعود ظفر په ملتیا، د هند د نوي ډیلي ښار اړوند د (Delhi JAL BOARD) ادارې د اندراپورام فاضلابو تصفیه‌خانې څخه لیدنه وکړه.

د یادې لیدنې په ترڅ کې، د تصفیه‌خانې مسؤولینو د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت له پلاوي هرکلی وکړ او د یادې تصفیه‌خانې د ظرفیت، فعالیت بهیر، د تصفیې سیسټمونو او د فاضلابو د مدیریت د څرنګوالي په اړه یې هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، ښاغلي مولوي غلام‌الرحمن کظیم، د تصفیه‌خانې مسؤولینو څخه د معلوماتو د وړاندې کولو او د لیدنې د زمیني برابرولو له امله مننه وکړه او د تصفیه‌خانې  بېلابېلو برخو څخه یې لیدنه ترسره کړه. نوموړي د فاضلابو د تصفیې په بهیر کې له کارېدونکو سیسټمونو او ټکنالوژیو سره له نږدې بلدتیا ترلاسه کړه.

د شرکت اجرائیوي رئیس  په افغانستان کې د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو خدماتو د پراختیا او ښه والي په موخه د هند له نوې ټکنالوژۍ او تجربو څخه د ګټې اخیستنې پر اهمیت ټینګار وکړ.

یاده لیدنه په هند کې ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د پلاوي د سفر د پروګرام په دوام ترسره شوه، چې موخه یې د فاضلابو د تصفیې په برخه کې له معاصرو تجربو، سیسټمونو او ټکنالوژیو سره بلدتیا، او په دې برخه کې د همکاریو او تجربو د لېږد د زمینو ارزونه ده.