د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت پلاوي د ډیلي جل بورډ له رئیس سره وکتل
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، ښاغلي مولوي غلامالرحمن کظیم، د شرکت د فاضلابو چارو رئیس انجینر فایقالله جمال او انجنیر مسعود ظفر په ملتیا، د هند د بهرنیو چارو وزارت او په دغه هېواد کې د افغانستان سفارت د استازو په حضور کې، د ډیلي جل بورډ (Delhi Jal Board – DJB) له رئیس سره وکتل او خبرې یې وکړې.
په دې ناسته کې د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس د فاضلابو د مدیریت په برخه کې د شرکت د تأسیساتو، سیسټمونو او پلانونو په اړه معلومات وړاندې کړل او د ښاري فاضلابو د خدماتو د پراختیا او ښه والي لپاره یې د شرکت پر هڅو ټینګار وکړ.
د شرکت اجرائیوي رئیس په هند کې د فاضلابو د مدیریت په برخه کې د معیاري سیسټمونو او نوې ټکنالوژۍ کارونه مهم وبلل او له ډیلي جل بورډ څخه یې وغوښتل چې د افغانستان د شرایطو او اړتیاوو په پام کې نیولو سره، د فاضلابو د سیسټمونو د عصري کولو، د مناسبو تصفیهخانو د جوړولو او د نوې ټکنالوژۍ د پلي کولو په برخو کې له ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت سره تخنیکي همکاري وکړي، څو په هېواد کې د فاضلابو د مدیریت د ښه والي لپاره له شته تجربو او معیاري لارو چارو څخه ګټه واخیستل شي.
ورپسې، د ډیلي جل بورډ (Delhi Jal Board – DJB) رئیس د دغې ادارې د مسؤولیتونو او فعالیتونو، په ځانګړي ډول د څښاک اوبو د تولید او وېش، د فاضلابو د راټولولو، تصفیې، دفعې او مدیریت په اړه معلومات وضاحت ورکړ او د نوي ډیلي ښار د فاضلابو د تصفیهخانو په سیسټمونو کې د کارېدونکو ټکنالوژیو په اړه یې هم معلومات وړاندی کړل.
همدارنګه، نوموړي ډاډ ورکړ چې د ډیلي جل بورډ اداره به د غیرمتمرکزو فاضلابو سیسټمونو د رامنځته کولو او د افغانستان د اړتیاوو او شرایطو له مخې د مناسبو فاضلابو تصفیهخانو د جوړولو په برخه کې همکاري وکړي. نوموړي د تأسیساتو د عملیاتي چارو، ساتنې او مراقبت او د کارکوونکو د مسلکي ظرفیت لوړولو په برخو کې د خپلې ادارې د همکارۍ چمتووالی هم څرګند کړ.
په دوام کې، د هند د بهرنیو چارو وزارت استازي هم د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت له پلانونو او فعالیتونو هرکلی وکړ او په اړوندو برخو کې یې د دغه وزارت او نورو هندي اړوندو ادارو د همکارۍ پر دوام ټینګار وکړ.
د ناستې په پای کې، د ډیلي جل بورډ رئیس، د یادګار په توګه، د خپل تألیف یو ټوک کتاب د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، ښاغلي مولوي غلامالرحمن کظیم، ته ډالۍ کړ او نوموړي ته یې د درناوي او قدردانۍ مراتب وړاندې کړل