د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس د هند د سفر تجربې او لاسته راوړنې له مرکزي ریاستونو سره شریکې کړې
د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، ښاغلي مولوي غلامالرحمن کظیم، هند ته د رسمي سفر څخه تر راستنېدو وروسته، د شرکت د مرکزي ریاستونو او بېلابېلو برخو له مسؤولینو سره په غونډه کې د دغه سفر تجربې او لاسته راوړنې شریکې کړې.
په دغه غونډه کې د شرکت اجرائیوي رئیس د سفر په ترڅ کې د ترسره شوو پروګرامونو او فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل. نوموړي د هندي اړوندو ادارو د مسؤولینو سره د ترسره شوو لیدنو او ناستو، د اوبو او فاضلابو له تأسیساتو او تصفیهخونو څخه د لیدنو، او د ښاري اوبو او فاضلابو د مدیریت له نوو لارو چارو سره د بلدتیا په اړه معلومات وړاندې کړل.
ښاغلي مولوي غلامالرحمن کظیم د اوبو سرچینو او ښاري فاضلابو د مدیریت په برخه کې د بریالیو هېوادونو له تجربو څخه د ګټې اخیستنې پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل: «د هند د اوبو او فاضلابو ادارې مسؤولینو د پرمختللو سیسټمونو، نوې ټکنالوژۍ او د اوبو رسولو تأسیساتو او د فاضلابو تصفیهخونو د مدیریت او ګټې اخیستنې له طریقو سره د بلدتیا په برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې ده، چې دغه همکاري کولای شي د شرکت د کارکوونکو د مسلکي ظرفیت لوړولو او د خدمتونو د وړاندې کولو د بهیر د ښه والي زمینه برابره کړي.»
ورپسې، د شرکت مرکزي ریاستونو مسؤولینو د سفر د معلوماتو او تجربو د شریکولو له امله مننه وکړه او د شرکت په بېلابېلو برخو کې د نوو تجربو او لارو چارو څخه د ګټې اخیستنې په اړه یې خپل نظرونه او وړاندیزونه وړاندې کړل.
د غونډې په پای کې، له هندي اړوندو ادارو سره د همکاریو پر دوام ټینګار وشو، څو د ظرفیت لوړونې پروګرامونه جوړ شي، له نوې ټکنالوژۍ سره د بلدتیا زمینه برابره شي، مسلکي تجربې ولېږدول شي او د اوبو رسولو او ښاري فاضلابو د مدیریت په برخه کې د بریالیو تجربو څخه د ګټې اخیستنې او د همکاریو د پراختیا زمینه وڅېړل شي.