مولوي غلامالرحمن کظیم: د خدمتونو د ښه والي او د شته ستونزو د حل په موخه دې عملي او اغېزمن اقدامات ترسره شي
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د اجرائیوي کمېټې غونډه، د شرکت د اجرائیوي رئیس ښاغلي مولوي غلامالرحمن کظیم په مشرۍ، د اجرائیوي کمېټې غړو، مرکزي ریاستونو د رئیسانو او اړوندو مسؤولینو په ګډون ترسره شوه.
د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس ښاغلي مولوي غلامالرحمن کظیم د سرچینو پر ښه مدیریت، د غیرضروري لګښتونو د مخنیوي، په لګښتونو کې د سپما د مراعاتولو او له شته امکاناتو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې ټینګار وکړ او له اړوندو مسؤولینو څخه یې وغوښتل، چې د چارو د پرمخ وړلو پر مهال د روڼتیا، مسؤولیتپذیرۍ او په ټاکلي وخت کې د چارو د ترسره کولو اصل په پام کې ونیسي.
د غونډې په جریان کې د شرکت د طلباتو او د هغو د راټولولو او تعقیب پر لارو چارو، همدارنګه د خدمتونو د وړاندې کولو د بهیر د ښه والي او د ضایعاتو د کمولو په موخه د زړو، او خرابو میټرونو د تعویض موضوع هم وڅېړل شوه او پر دغو مواردو د جدي پاملرنې ټینګار وشو.
همدارنګه، د غیرمنقولو شتمنیو د مدیریت او له هغو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې وضعیت، د پورونو او مالي ژمنو ارزونه، د ترانسپورټ او وسایطو اړوند چارې او د قراردادونو اړوند موضوعات هم وڅېړل شول او اړوندو مسؤولینو د موجود وضعیت او شته ننګونو په اړه معلومات وړاندې کړل.
په پای کې، پر مطرح شویو موضوعاتو هر اړخیز بحث ترسره شو، د کمېټې د غړو له لوري لازم عملي تصمیمونه ونیول شول او د شرکت د رهبرۍ مقام له لوري اړینې لارښوونې وړاندې شوې.