د سره صلیب له لوري د کندز زون د اوبو رسولو ریاست ته د اوبو رسولو تجهیزات برابر شول

د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) د اوبو رسولو د خدمتونو د ملاتړ او د کندز زون د اوبو رسولو او فاضلابو ریاست د عملیاتي ظرفیتونو د پیاوړتیا په موخه، دغه ریاست ته د اوبو رسولو شبکو د اړتیا وړ په بېلابېلو سایزونو ۱۱٬۵۰۰ متره پایپونه او فټینګونه برابر کړل.

د دغو تجهیزاتو د برابرولو موخه د اوبو رسولو شبکو د پراختیا او غځولو له بهیر څخه ملاتړ، د تخنیکي فعالیتونو د ترسره کولو اسانتیا او ښاریانو ته  د اوبو رسولو د دوامدارو او اغېزمنو خدمتونو د وړاندې کولو زمینه برابرول دي.

د کندز زون د اوبو رسولو او فاضلابو ریاست رئیس مولوي ولي‌محمد «حفیظ‌عمر» له دغه ریاست سره د سره صلیب نړیوالې کمېټې د دوامدارو همکاریو قدرداني وکړه او د اوبو رسولو شبکو د پراختیا او غځولو او د اوبو د زېرمو د ترمیم په برخو کې یې د دغه بنسټ د همکاریو د دوام او پراختیا غوښتنه وکړه.

په همدې حال کې، د سره صلیب نړیوالې کمېټې استازي د کندز زون د اوبو رسولو او فاضلابو ریاست د هڅو او اغېزمنو خدمتونو د وړاندې کولو له امله قدرداني وکړه او د اوبو رسولو په برخه کې یې د خپلو همکاریو پر دوام او د اړوندو پروژو د پلي کېدو د ملاتړ لپاره د دغه بنسټ پر چمتووالي ټینګار وکړ.