د ډاکار مؤسسې له لوري د اوبو رسولو امارتي شرکت ته ۱۷۷ کیلومتره د اوبو پایپونه چمتو شول

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس ښاغلي مولوي غلام‌الرحمن کظیم، د افغان کډوالو د ملاتړ لپاره د ډنمارک کمېټې (DACAAR) له تخنیکي او همغږۍ مسؤول انجنیر عبدالولي مصلح سره وکتل او خبرې یې وکړې.

په دې لیدنه کې، د ګډو همکاریو د زمینې د ارزونې ترڅنګ، د ډاکار کمېټې له لوري د امارتی شرکتونو لوی ریاست  د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت ته د ۲۰ تر ۱۱۰ ملي‌متره قطرونو په کچه ۱۷۷ کیلومتره پایپونه برابر شول.

د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس ښاغلي مولوي غلام‌الرحمن کظیم له دغه شرکت سره د ډاکار د همکاریو قدرداني وکړه او د اوبو رسولو په برخه کې یې د همکاریو پر دوام او پراختیا ټینګار وکړ. نوموړي له دغه بنسټ څخه وغوښتل، چې په بېلابېلو برخو، په ځانګړې توګه د اوبو او فاضلابو د تصفیه‌خونو د جوړولو، د اوبو رسولو د تأسیساتو د رامنځته کولو او پراختیا او د اوبو رسولو د خدمتونو د پراخولو په برخو کې لا زیاتې همکارۍ وکړي.

ورپسې، د ډاکار تخنیکي او همغږۍ مسؤول انجنیر عبدالولي مصلح د دغه بنسټ د فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او له ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت سره یې د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.

نوموړي وویل، چې د ډاکار د فعالیتونو لویه برخه په لرې پرتو سیمو کې او د بېځایه شویو کورنیو د ملاتړ په موخه متمرکزه ده؛ خو د اوبو رسولو او خلکو ته د پاکو اوبو د لاسرسي برابرول هم د دغه بنسټ د فعالیتونو له مهمو محورونو څخه دي او ډاکار چمتو دی، چې د خپلو امکاناتو او پروګرامونو په چوکاټ کې له ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت سره خپلې همکارۍ ته  دوام او پراختیا ورکړي.

په پای کې، دواړو لورو د همغږۍ پر پیاوړتیا، د ګډو همکاریو پر پراختیا او د اوبو رسولو او فاضلابو د خدمتونو د ښه والي په موخه د اغېزمنو پروګرامونو پر پلي کولو ټینګار وکړ.